د سرې میاشتې د ټولنو او سره صلیب نړیوال فدراسیون (IFRC) په افغانستان کې د اقتصادي او د اقلیم د بدلون څخه زیږیدلي بحران ته په کتنې په دغه هیواد کې د ماشومانو او امیندوارو او شیدې ورکوونکو میندو د روغتیا په اړه اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمیر مخ په زیاتیدو دی.
دغه سازمان د اونۍ په سر کې په یو خپور شوي راپور په افغانستان کې د سرې میاشتې د ټولنې د معلوماتو پراساس لیکلي چې د روان ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې ۲.۹ میلیون افغان ماشومانو په خوارځواکۍ د اخته کیدو اټکل کړی دی.
دغه فدراسیون ویلي: "د کال په سر کې برابر شوي اټکلونه ښيي چې د پنځه کلنو څخه د کم عمر نږدې ۲.۹ میلیون ماشومان کیدای شي د سختې خوارځواکۍ څخه وکړیږي."
د سرې میاشتې د ټولنو او سره صلیب نړیوال فدراسیون په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د شمیر د کمیدو لپاره دغه هیواد سره نړیولې مرستې ډیرې مهمې ګڼلي او د افغاني سرې میاشتې ټولنې د خپلو ګرځنده او ثابتو روغتیايي مرکزونو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو پراساس یې ویلي چې په ماشومانو کې د سختې خوارځواکۍ پیښې د خبرداري ترکچې رسیدلي په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې کورنۍ د اقتصادي بې ثباتۍ سره مخ دي اود اقلیم د بدلون او د اوږدو لسیزو د جګړو څخه د رامنځ ته شویو اغیزو سره لاس او ګریوان دي.
د سرې میاشتې د ټولنې عمومي سکرتر نبي برهان په دې اړه ویلي: "زمونږ د ګرځنده او ثابتو روغتیايي مرکزونو له خوا د ثبت شویو شمیرو له مخې زمونږ په هیواد کې د سختې خوارځواکۍ کچه په حیرانوونکي بڼه لوړه ده. په ډیرې سختې خوارځواکۍ ناروغۍ باندې اخته کیدل که درملنه یې ونشي کیدای شي د مړینې سبب به شي. ددې لپاره دا ډیره مهمه ده چې مونږ د څومره کسانو ژوند ژغورلی شوپه اړه یې په بیړني ډول اقدام وکړو."
دغو ادارو ویلي، چې په دغو روغتیايي مرکزونو کې د روغتیايي ډلو له خوا د خوارځواکۍ د کچې د معلومولو لپاره ماشومان معاینه کیږي او ورته له وړاندې چمتو شوي ځانګړي خواړه ویشل کیږي او هغوی چې په روغتون کې بستر کولو ته اړتیا لري په روغتیايي وسایلو سمبالو روغتونونو ته استول کیږي.
ډاکټر برهان ویلي: " په لومړۍ کرښه کې زمونږ کارکوونکي موږ ته وايي چې د لسګونو ماشومانو پر وخت درملنه نه کیږي، ځکه چې زمونږ د غورځنک همکاران د خپلو فعالیتونو د پرمختګ لپاره په کافي اندازه بودیجه نه ترلاسه کوي. بدبختانه دا تریخ حقیقت درې انتخابه د هغو ماشومانو په مخ کې چې په لوړه کچه د خطر سره مخ دي پریږدي: په ځنډ سره وده کول، ضایع کول او یا هم مړینه. په کاردي چې مونږ څه چې په وس کې لرو هغه په ګډه ترسره کړو ترڅو د ماشومانو لپاره ښه انتخاب څخه ډاډ ترلاسه کړو."
د سرې میاشتې د ټولنو او سره صلیب نونړیوال فدراسیون ویلي چې ۵۰۰ زره سیویسي فرانک یې په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د درملنې په برخه کې اختصاص کړي دي.
په افغانستان کې د ماشومانو او امیندوارو او شیدې ورکوونکو میندو د خوارځواکۍ د کچې د لوړیدو په اړه د سرې میاشتې د ټولنو او سره صلیب نړیوال فدراسیون ددې اندیښنو دمخه د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رئیس تدروس ادهانوم ګیبریسوس هم د سپټمبر ۱۱ (وږي ۲۱) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي وو چې په افغانستان کې او سمهال ۲.۹ میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي چې ددغه شمیر ۸۵۰ زره یې د سختې خوارځواکۍ د ناروغۍ څخه کړیږي.
هغه ویلي: "د هرو دریو افغانانو څخه یو یې په هغو سیمو کې اوسیږي چې د خوړو د نه خوندیتوب سره مخ دي. وضعیت د سیلابونو او وچکالۍ له امله لا خراب شوی دی".
د روغتیا نړیوال سازمان د ریلیف په انټرنیټي پاڼه کې په یو خپور شوي راپور کې د ۲۰۲۴ کال د تیر سپټمبر د میاشتې د شمیرنو پر اساس ویلي چې په دې شمیر کې ۲۷ زره او ۶۰۰ هغه ماشومان هم شامل دي چې سمدستي په روغتون کې بسترې کیدو ته اړتیا لري.
ددغه سازمان د راپور له مخې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیون کسان چې ددغه هیواد د نفوسو له نیمايي څخه یې شمیر زیات دی بشري مرستو ته اړتیا لري. دا سازمان وايي چې اوس مهال ۱۲.۴ فیصده افغانان د خوړو د خوندیتوب له پلوه خوندي نه دي، په دې شمیر کې ۲.۹ میلیونه هغه کسان هم شامل دي چې په بیړنۍ کچه د لوږې د حالت سره مخ دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې اوس مهال ۶.۳ میلیون په کور دننه بې ځای شوي کسان په ډیر ناخوندې چاپیریال کې کافي او معیاري سرپناه او اړینو خدمتونو ته د لاسرسي پرته ژوند کوي.
طالبانو غبرګون
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې په خوارځواکۍ باندې د اخته شویو ماشومانو د شمیر د زیاتیدو په اړه د اندیښنو په غبرګون کې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې دمخه په ټول افغانستان کې د خوارځواکۍ د درملنې لپاره شاوخوا زر سایټونه پرانیبستي وو، چې پر دغه هیواد د طالبانو د بیا واکمنیدو راورسته په تیرو څه باندې دریو کلنو کې ددغو سایټونو شمیردرې زره او ۲۰۰ ته رسیدلی دی.
ددغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل د سه شنبې په ورځ اکتوبر۲۲ ( لړم اول) رسنیو ته په استولي یو ویډیوي پیغام کې ویلي: "په تیرو شپږو میاشتو کې زمونږ سره نهه لکه او ۳۴ زرو په شاوخوا کې د شدیدو او متوسطو سوتغذيي اخته ماشومانو درملنه شوې ده، چې په دغه شمیر کې شاوخوا شپږ سوه زره په متوسطه کچه خوارځواکۍ اودوه سوه او ۳۴ زرو په شاوخوا کې په خوارځواکۍ اخته ماشومان وو".
شرافت زمان امیرخیل ویلي چې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ په ناروغۍ د اخته ناروغانو د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونه نور هم زیات کړي چې ورسره به د ماشومانو او میندو د خوارځواکۍ اخته کیدو شمیر هم کم شي.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند په افغانستان کې د خوارځواکۍ اخته ناروغانو د شمیر د زیاتیدو یو علت دا ګني چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې دمخه په دغه هیواد کې تر ۵۰ فیصدو پورې سیمو ته روغتیايي خدمتونه نه وړاندې کیدل چې اوس هغو سیمو اوسیدونکي هم روغتیايي مرکزونو ته د ناروغانو د وړلو امکان ترلاسه کړی چې له امله یې په خوارځواکۍ اخته ډیر ناروغان په روغتیايي مرکزونو کې د درملنې لپاره ثبت کیږي.