د اوربند د هلو ځلو سره سره په غزې کې لوږه خورا زیاته شوې

فلسطیني ماشومان مرستو ته په کتار کې ولاړ دي

نن یکشنبه فبروري ۲۵ (حوت شپږمه) سلګونه فلسطینان د لوږې له کبله د غزې له شمال څخه ووتل.

په غزې کې په جګړې کې اېسارې کورنۍ کثافت دانۍ او دا ډول نور ځایونه پلټي چې ګوندي خواړه پیدا کړي.

په همدې حال کې د جګړې، چور او تالان له کبله د خوړو مرستې هغو سیمو ته رسېدلې نه دي چې خلک په کې سخته لوږه ګالي. سلګونه فلسطینیان نن د غزې له شمال څخه جنوب ته وکوچېدل.

سمیر عبد ربو له خپلې یوې کلنې لور سره د النصیرات کمپ ته له رسېدو ورسته وویل: «زه د غزې له شمال څخه پلی راغلم، نه یې شم ویلای چې هلته څومره ډېره لوږده ده.»

په همدې حال کې د اسرائيل پوځ د خان یونس په جنوبي برخې کې د فلسطین په قلمرو باندې خپل بریدونه روان ساتلي‌ دي. د اسرائيل پوځ وایي یو شمېر «اورپکي یې وژلي» او ځینې نور یې ژوندي نیولي دي.‌

جګړه د رفح ښار ته په نژدې کېدو ده او ورسره د ولسي تلفاتو په اړه اندېښنې نورې هم زیاتې شوې دي. تقریبآ ۱.۴ میلیون فلسطینیان د رفح په ښار کې راټول شوي دي.

دا جګړه له هغه وروسته پیل شوه چې د تېرکال د اکتوبر په اوومه نېټه د حماس ډلې په اسرائيل بریدونه وکړل. اسرائيل وایي په دغو بریدونو ۱۱۴۰ تنه وژل شوي او څه باندې ۱۰۰ تنه لا هم له حماس سره یرغمل دي.

په غزې کې د حماس تر کنترول لاندې د روغتیا چارواکي وایي چې د اسرائيل په بریدونو کې تر دې دمه تقریبآ ۳۰زره خلک وژل شوي دي‌چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي.

د اوربند لپاره مذاکرات

د مصر امنیتي مقامات وايي چې روانه اوونۍ به د سولې لپاره خبرې د قطر په مرکز کې روانې وې.

تر دې مخکې د اسرائیل د جګړې کابینې ویلي وو چې د وړاندیزونو له ارزونې وروسته یې قطر ته د مذاکره کوونکو په استولو، له حماس سره د اوربند او د یرغمل شویو د خلاصون په اړه د خبرو په دوام باندې توافق کړی.

تل ابیب ویلي دي‌ چې مذاکره کوونکي به یې قطر ته ولاړ شي.

فلسطیني مقامات وايي هر ډول تړون چې کېږي، خو باید اسرائیل د فلسطین له ځمکو خپل ځواکونه وباسي او پوځي یرغل بند کړي. اسرائيل مخکې د حماس دا وړاندیز رد کړی و.

متحده ایالتونه، عرب هېوادونه او نور منځګړي هیله لري چې د روژې تر پیل مخکې د اسرائیل او حماس ترمنځ اوربند وشي. روژه د مارچ په ۱۱ نېټه ده.

په دغه راپور کې د فرانس پرس او رویټرز اژانسونو معلومات خپاره شوي.