د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ملګرو ملتونو محکمې ته: اسرائیل د فلسطین خاورې څخه وتلو ته مه اړ باسئ


په داسې حال کې چې د عدالت نړیواله محکمه ښایي د روان کال تر پایه په دې اړه خپله پریکړه صادره کړي، خو اسرائیل د دغه نړیوالې محکمې په استماعیه غونډو کې ګډون نه کوي.
په داسې حال کې چې د عدالت نړیواله محکمه ښایي د روان کال تر پایه په دې اړه خپله پریکړه صادره کړي، خو اسرائیل د دغه نړیوالې محکمې په استماعیه غونډو کې ګډون نه کوي.

د امریکا متحدو ایالتونو د فبرورۍ په ٢١مه ‌(کب دویمه) د ملګرو ملتونو د عدالت نړيوالې محکمې (ای سي جي) ته وويل چې د امنيتي ضمانتونو پرته باید اسرائيل له اشغال شوې فلسطيني سیمو څخه وتلو ته اړ نه کړي.

د عدالت نړیواله محکمه، د ملګرو ملتونو د غوښتنې پر بنسټ د اسرائیل لخوا د اشغال شويو فلسطيني سیمو د قانوني‌ پایلو په اړه د یوې اوونۍ لپاره استماعیه غونډې جوړوي.‌

تمه کیږي چې په دغو بیسارې استماعیه غونډو کې د امریکا او روسیې په ګډون د نړۍ ۵۲ هېوادونه خپل شواهد او مدارک وړاندې کړي.

ددغه محکمې په بهیر کې ډیرو ویناوالو د فلسطین د خاورې د اشغال د پای ته رسیدو غوښتنه کړې ده، کوم چې اسرائیل په ۱۹۶۷ کال کې د شپږ ورځنۍ جګړې په ترڅ کې لاندې کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت حقوقي سلاکار ریچارډ واسیک، د عدالت د نړیوالې محکمې په استماعیه غونډه کې وویل: "محکمه باید یوې داسې نتیجې ته ونه رسیږي چې اسرائیل په قانوني توګه دې ته اړ کړي چې سمدستي او بې له قید او شرطه د اشغال شوې سیمو څخه ووځي."

هغه زیاته کړه چې د غزې تړانګې او د اردن سیند لویدیځې غاړې څخه د اسرائیل د وتلو لپاره هر ډول اقدام باید د اسرائیل امنیتي اړتیاوې ته په پام کې نیولو سره تر سره شي.

د فلسطین د خپلواکې ادارې د بهرنیو چارو وزیر ریاض المالکي د دوشنبې په ورځ د فبرورۍ ۱۹ (سلواغې ۳۰مه) د عدالت نړیوالې محکمې ته وویل، چې فلسطینیان د اسرائیل د "استعمار او نژادي توکمپالنې" څخه کړیږي او د دې محکمې له قاضیانو یې وغوښتل چې د اشغال د پای ته رسیدو د سمدستي او بې له قید او شرطه حکم صادر کړي.

په داسې حال کې چې د عدالت نړیواله محکمه ښایي د روان کال تر پایه په دې اړه خپله پریکړه صادره کړي، خو اسرائیل ددغه نړیوالې محکمې په استماعیه غونډو کې ګډون نه کوي.

په ۲۰۰۲ کال کې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د ملګرو ملتونو پر هغې غوښتنې چې د عدالت نړیوالې محکمې څخه یې د اسرائیل د کړنو د څېړلو غوښتنه کړې وه، نیوکه وکړه او هغه یې یو "کرکجنه غوښتنه" وبلله.

بلخوا د بشري حقونو د څار ادارې ویلي، په داسې حال کې چې د دې محکمې پرېکړه الزامي نه دی، خو یو دروند اخلاقي او قانوني بار دی چې بالاخره په نړیوالو قوانینو کې شاملېدای شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG