د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل د سولې خبرو لپاره مذاکراتي ټیم قطر ته استوي


یو فلسطینی ماشوم چې د غزې په تړانګې کې د اسرائیل په هوایي بمبارۍ کې ټپي شوی د رفح سیمې یو روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوی.
یو فلسطینی ماشوم چې د غزې په تړانګې کې د اسرائیل په هوایي بمبارۍ کې ټپي شوی د رفح سیمې یو روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوی.

د اسرائیل د جګړې کابینې شنبه فبروري ۲۴ (کب پنځه) موافقه وکړله چې قطر ته د سولې د خبرو لپاره مذاکراتي ډله واستوي تر څو په غزې کې د اوربند او د حماس وسله والو څخه د ټولو برمته شویو کسانو خوشې کیدو په هکله وغږیږي.

د مذاکراتو همدې ډلې د جمعې په ورځ په پاریس کې د قطر، مصر او متحده ایالاتو د منځګړیو سره د سولې خبرې وکړلې. دې دریو واړو هیوادونو د تیر کال نومبر په میاشت کې د اسرائیل – حماس تر منځ موقتي اوربند کې مرسته کړې وه چې د څو اسرائیلي برمته شویو کسانو په مقابل کې ګڼ شمیر فلسطینیان د اسرائیلو د زندانونو څخه خوشې شول.

د اسرائیل د ملي امنیت شورا سلاکار تزاچي هانګبي ویلي چې مذاکراتي ټیم شنبه د جګړې کابینې ته په پاریس کې د خبرو په هکله تازه معلومات ورکړل.

هانګبي د اسرائیل یو تلویزیون سره په مرکې کې پرته لدې چې نور جزیات ورکړي وویل چې ښایي د موافقې امکان وي.

اسرائیل غواړي چې د اوربند په موافقې کې ټول برمته شوي کسان چې د حماس ډلې د تیر کال اکټوبر اوومې نیټې په بریدونو کې نیولي خوشې کړي خو د اسرائیل د ملي امنیت دې جګپوړي چارواکي وویل چې د برمته شویو کسانو خوشې کیدل د جګړې پای ته رسیدلو معنی نلري.

دې اسرائیلي چارواکي په مرکې کې دا هم وویل چې د متحده ایالاتو او سعودي عربستان تر منځ هغه موافقه به هم ونه مني چې د فلسطین دولت جوړیدو غوښتنه پکې شوې.

د مطبوعاتو په راپورونو کې ویل شوي چې د فلسطین استازو د اسرائیل دا پلان لیدلی او رد کړی یې دی.

سره لدې چې متحده ایالاتو په منځني ختیځ کې د شخړې پای ته رسیدو لپاره د دوه بیلو دولتونو جوړیدل غواړي چې فلسطین به پکې خپلواک دولت وي، خو د اسرائیل په پلان کې د دې غوښتنې سره مخالفت ښودل شوی.

د حماس ډلې تر دې وړاندې ویلي و یوازې په هغه صورت کې پاتې ۱۳۰ برمته شوي کسان خوشې کوي که اسرائيل د دې کار په بدل کې زرګونه فلسطینیان چې پدې هیواد کې بندیان دي خوشې کړي او په غزې کې تعرضي عملیات بند کړي.

د اسرائیل – حماس تر منځ جګړې کې نږدې ۳۰ زره فلسطینیان وژل شوي چې د حماس عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې اکثریت یې میرمنې او ماشومان دي.

په عین حال کې د اسرائیل پوځ وایي چې شنبه یې د پلو ځواکونو یو جګړن په غزې کې وژل شوی چې پدې سره د ټولو اسرائیلي ځواکونو شمیر چې د حماس سره په جګړې کې وژل شوي، ۲۳۹ ته ورسید.

د اسرائیل پوځ دا هم وایي چې تر دې دمه یې په غزې کې تقریباً ۱۲ زره د حماس وسله وال وژلي دي خو حماس وایي اسرائیل پدې ارقامو کې مبالغه کوي.

سره لدې چې واشنګټن اسرائیل ته خبرداری ورکړی چې د غزې رفح سیمې کې عملیات به یې د ډیرو ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب شي خو د اسرائیل صدراعظم بنجامین نیتن یاهو شنبې په یوې اعلامیې کې بیا پخپل پلان ټینګار څرګند کړی چې دې سیمې ته به قوه واستوي.

د فرانس پریس خبري اژانس یو خبریال ویلي چې د شنبې په ورځ د رفح په سیمې د اسرائیل پوځ بمباري کړې خو د مرګ ژوبلې په باره کې یې څه ندي ویلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG