د لاس رسي وړ اتصالات

د روژې په درشل کې د الاقصی جومات د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې شوي


د الاقصی جومات چې د مسلمانانو دریم ترټولو سپیڅلی مقام ګڼل کیږي، په تیرو څو کلونو کې د روژې په میاشت کې د تاوتریخوالي شاهد و.
د الاقصی جومات چې د مسلمانانو دریم ترټولو سپیڅلی مقام ګڼل کیږي، په تیرو څو کلونو کې د روژې په میاشت کې د تاوتریخوالي شاهد و.

په داسې حال کې چې په غزه کې سخته جګړه دوام لري، د روژې د میاشتې په را رسېدو سره د بیت المقدس په الاقصی جومات کې د تاوتریخوالي د پېښېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

دغه جومات چې د مسلمانانو درېیم ترټولو سپیڅلی مقام ګڼل کیږي، په تیرو څو کلونو کې د روژې په میاشت کې د تاوتریخوالي شاهد و.

اسرائیل لا تراوسه د روژې په میاشت کې د عبادت دپاره دغه جومات ته د مسلمانانو په ورتګ د محدودیت په اړه پرېکړه نه ده کړې او په دې اړه وړاندیزونو سخت غبرګونونه پارولي دي.

د اسرائیل د ملي امنیت سخت دریزه وزیر ایتامار بن ګویر تېره اونۍ پیشنهاد وکړ چې د لویدیځې غاړې فلسطینیانو ته باید د روژې په میاشت کې د لمانځه لپاره بیت المقدس ته د ننوتلو اجازه ورنه کړل شي.

په زرګونو مسلمانان د روژې په میاشت کې د روژه ماتي او لمانځه لپاره دغه جومات ته ځي چې د ۱۹۶۷ کال راهیسې د ختیځ بیت المقدس له نورو برخو سره یو ځای د اسرائیل له خوا کنترولیږي.

په ۲۰۰۰ میلادي کال کې د الاقصی جومات ته د اسرائیل د هغه وخت د اپوزیسیون د مشر ایریل شارون د ورتګ په غبرګون کې فلسطینیانو په خونړي پاڅون لاس پورې کړ چې یو کال یې دوام درلود.

د الاقصی جومات د تېر کال او له هغه وړاندې د ۲۰۲۲ کال په روژه کې هم د تاوتریخوالي شاهد و. د ۲۰۲۱ کال د مۍ په میاشت کې پر دغه جومات باندې د سرائیل د پولیسو برید په غزه کې د لنډمهال خونړۍ جګړه رامنځته کړه.

ولې د روژې په میاشت کې په بیت المقدس کې تاوتریخوالی کېږي؟

د روژې په میاشت کې زیاتره تاوتریخوالی د الاقصی د جومات په شاوخوا کې د اسرائیل د پولیسو د ګزمو او جومات ته د عبادت کوونکو پر ورتګ د محدودیت په نتیجه کې رامنځته کیږي.

د اردن سره د یوې موافقې له مخې، یهودان چې د الاقصی سرپرستي پرغاړه لري، کولی شي دغه جومات ته ننوځي خو هلته د عبادت کولو حق نه لري. دې کار د سخت دریځه اسرائیلو غصه پارولې ده.

له تېرو دریو کلونو راهیسې، د روژې په میاشت کې د الاقصی جومات په انګړ کې د فلسطینیانو او اسرائیلي امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې شوي، او هر ځل د اسرائیل پوځیانو پر جومات برید کړی دی.

په ۲۰۲۱ کال کې، په ختیځ بیت المقدس کې د فلسطینیانو د کورونو ویجاړولو په ټول هېواد کې د یهودانو او عربو ترمنځ تاوتریخوالی وپاراوه.

په بیت المقدس کې له څو ورځو نښتو وروسته، حماس په سلګونو راکټونه پر اسرائیل وتوغول، چې د دواړو خواوو ترمنځ د ۱۱ ورځنۍ جګړې لامل شو.

تیره اونۍ، د اسرائیل د ملي امنیت وزیر ایتامار بن ګویر چې د یو ښي اړخي سخت دریځي ګوند مشري کوي او د الاقصی پر جومات باندې د یهودو د کنټرول ملاتړی دی، پیشنهاد وکړ چې د لویدیځې غاړې فلسطیني اوسیدونکو ته باید د روژې په میاشت کې د لمانځه لپاره بیت المقدس ته د ننوتلو اجازه ورنکړل شي.

ایتامار بن ګویر وویل: "موږ خطر نه شو قبول کولی...موږ نشو کولی د معبد په غره کې حماس ته په داسې حال کې د جشنونو اجازه ورکړو چې ښځې او ماشومان مو په غزه کې یرغمل وي. "

یهودان د الاقصی جومات سیمه "د معبد غر" بولي.

د اسرائیل رسنیو د الاقصی جومات ته د عبادت کونکو پر شمیر د محدودیت د لګولو په اړه بحثونه خپاره کړي خو په دې اړه تر اوسه رسمي پرېکړه نه ده اعلان شوې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG