د لاس رسي وړ اتصالات

ملگرې ملتونه د مسجد الاقصی د مسلې ژر تر ژره حل غواړي


د منځني ختیځ لپاره د ملگروملتونو استاځې نیکولی ملاډینیو خبردارې ورکړیدی چې ژر تر ژره دې د مسجد الاقصی شخړه حل کړی شي.

ښاغلي نیکولی ملاډینیو دغه خبرې د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته د امنیت د شورا د یوې غونډې نه وروسته وکړی. هغه وویل "دا ډیره مهمه ده چې د جمعې د ورځې پورې دغه مسلې ته د حل لاره ولټول شي. زما په فکر که دا مسله د جمعې د ورځې د لمانځه نه مخکې حل نشې نو دا مسله به لا نوره ډیره پیچیده شي."

ښاغلي ملاډینیو د اسرایلو او د فلسطينیانو نه وغوښتل چې د ١٩٦٧ کال د هغه اصولو نه چې تراوسه پورې موجود دی، پری عمل وکړي او د پارونکو اقداماتو نه دې ډډه وکړي.

د فلسطینیانو او د اسرایلو تر منځ څو اونۍ مخکې هغه وخت لانجه پیل شوه چې اسرایلو مسجد الاقصی ته د داخلیدو لپاره د تلاشۍ امنیتې دروازې او د څارنې کیمرې ولگولې. د یادونې وړ ده چې اسرایلو دغه کار د هغې نه وروسته وکړ چې دریو تنو فلسطینیانو یو اسرایلی پولیس په ډزو کې وواژه.

فلسطين وایي چې دغه کار مسلمانانو ته سپکاوی دی.

د جولایي په ٢١ نیټه درې تنه فلسطینیان د مونځ نه وروسته د اسرایلي امنیتي ځواکونو په ډزو کې ووژل شول. هم هغه شپه یو فلسطیني ځوان درې تنه یهودان په چاقوانو ووهل.

مالډینیو وویل "بیت المقدس د نړۍ د هغو سیمو نه یوه ده چې وضع یې ډیره خرابه ده. دا د ملیونو خلکو لپاره په مذهبي، احساساتي او په تاریخې توگه ډیره مهمه سیمه ده."

هغه زیاته کړه چې د امنیت د شورا د غړو نه یې غوښتې چې په سیمې کې د وضع د سمولو لپاره تر خپله وسه کوښښ وکړي.

د یادونې وړ ده چې فرانسې، سویډن او مصر د مسجد الاقصی په مسله د امنیت د شورا یوه بیړنۍ غونډه رابللې وه.

په ملگرو ملتونو کې د فرانسې سفیر فرانکوس ډلاټری خبریالانو ته وویل "مونږ ټولو خواو ته ویلي دي چې د تشدد نه لاس واخلي او د مسلې د حل لپاره سوله ایزه لار پیدا کړي."

په ملگرو ملتونو کې د فلسطين استاځي ریاض منصور خبریالانو ته وویل چې اسرایل دې ژر تر ژره د مسجد الاقصی د دروازې نه د څار کیمرې او د تلاشۍ سامان الات لیرې کړي.

"مونږ غواړو چې د جماعت د مخې نه هغه ټول خنډونه لیرې کړل شي چې خلک د خپل اساسي حق یعنې مونځ کولو نه منع کوي. دغه باید په مکمله توگه لیرې کړل شي او مونږ هیڅ ډول شرطونه نه منو."

کله چې خبریالانو د منصور نه د هغه دریو ناقیلو یهوادنو په هکله وپوښتل چې یو فلسطینې وژلې دي نو هغه دغه پیښه و نه غندله او وی ویل چې ډیر یهودان وسلې گرځوي. د فلسطینیانو فصلونه تباه کوي او هم یې وژني.

په ملگرو ملتونو کې د اسرایلو استاځي ډیني ډینن په یهودانو حملې سختې وغندلې او خبریالانو ته یې د هغو کسانو عکسونه ښکاره کړل چې فلسطینیانو وژلې دي.

XS
SM
MD
LG