د کاملا هریس انتخاباتي کمپاین په لومړۍ اونۍ کې ۲۰۰ میلیون ډالر ټول کړي

د متحده ایالاتو د جمهور رئیس جو بایډن مرستیالې او د راتلونکو جمهوري ریاست انتخاباتو کې د دیموکرات ګوند د احتمالي کاندیدې کاملا هریس د انتخاباتي کمپاین په لومړۍ اوونۍ کې ۲۰۰ میلیون امریکایي ډالر د بسپنه ورکوونکو څخه راټول کړي.

په یوې اوونۍ کې د دومره ډیرو پیسو راټولول د مخکنې جمهور رئیس او د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید، ډونالډ ټرمپ په خلاف د میرمن هریس د سیالۍ قوت معلوموي.

د میرمن هریس انتخاباتي کمپاین یکشنبه جولای ۲۸ (زمري اوومه) ویلي چې د دې راټولو شویو ۲۰۰ میلیون ډالرو څخه ۶۶ په سلو کې یې هغو کسانو ورکړي چې د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست انتخاباتي پروسې کې یې د لومړي ځل لپاره مالي مرسته ورکړې.

دا مرستې وروسته تر هغه وشوې چې جمهور رئیس جو بایډن له انتخاباتي سیالیو تیر شو او پر ځای یې خپله مرستیاله، کاملا هریس وټاکله.

د میرمن هریس انتخاباتي کمپاین همدغه راز ویلي چې څه باندې ۱۷۰ زره کسانو خپل ځانونه د رضاکارانو په توګه ثبت کړي چې په دې انتخاباتي مبارزې کې مرسته وکړي.

د کمپاین د مطبوعاتي څانګې مشر مایکل ټایلر د نویو پرمختګونو په هکله په یو یاداشت کې ویلي، " د جمهور رئیس د مرستیالې هریس تحرک او انرژي ریښتینې ده او د دې کمپاین اساسات هم ریښتیني دي. دا انتخابات به ډیر سخت وي او د یو څو ایالتونو د لږ شمیر رایه ورکوونکو لخوا به یې د نتیجې پریکړه کیږي."

په داسې حال کې چې میرمن هریس لا په انتخاباتو کې خپل مرستیال نه دی ټاکلی خو د دیموکرات ګوند انتخاباتي کمپاین مسؤلینو په څو ایالاتونو کې چې ښایي په راتلونکو انتخاباتو کې مهم نقش ولري، د اوونۍ په پای کې شاوخوا ۲۳۰۰ غونډې کړیدي.

پخپله کاملا هریس د شنبې په ورځ د باسټن ایالت د ماسیچوسیټس په ښار کې انتخاباتي غونډه وکړه چې سلګونو مالي ملاتړ کوونکو په کې برخه اخیستې وه.

سره لدې چې پدې غونډې کې د یوازې ۴۰۰ زره امریکایي ډالرو مالي مرستې اټکل شوی و خو د غونډې په پای کې ۱.۴ میلیون ډالر راټول شول.

که له یوې خوا د دیموکرات ګوند په زیاته اندازه پیسې راټولې کړي خو بل پلو بیا ډونالډ ټرمپ، مرستیال یې جیمز ډي وانس او ملاتړي یې کوښښ کوي کاملا هریس داسې کین اړخې سخت دریځه سیاستواله وښیي چې د امریکا د اصلي مسایلو سره بلدتیا نه لري.

وانس د یکشبنې په ورځ یوې غونډې کې وویل چې خلک به ژر د میرمن هریس له سابقې خبر شي. هغه ویلي چې "خلک به پوه شي چې هغه سخت دریځه ده. هغوي به پوه شي چې هغه د سان فرانسیسکو لیبراله ده چې غواړي د سان فرانسیسکو سیاست ټول هیواد ته ولیږدوي."