د غزې د ملکي دفاع اداره: د اسرائیل په بریدونو کې ۲۴ تنه وژل شوي

په غزه د اسرائیل بریدونه

د غزې د ملکي دفاع ادارې د چهار شنبې په ورځ جنورۍ ۱۵ (مرغومي ۲۶) وویل چې د اسرائیل په وروستیو بریدونو کې د فلسطین په خاوره کې لږ تر لږه ۲۴ تنه ملکي وګړي وژل شوي؛ د اسرائیل پوځ ویلي چې تیره شپه یې د حماس وسله وال په نښه کړي دي.

د اسرائیل او د فلسطین د حماس ډلې ترمنځ له څه دپاسه ۱۵ میاشتنۍ جګړې وروسته، دغه وروستی تاوتریخوالی په داسې حال کې زیات شوی چې د اوربند منځګړي هیواد قطر ویلي چې د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خلاصون لپاره خبرې اترې په "وروستي پړاو" کې دي.

د غزې د ملکي دفاع ادارې په یو بیان کې ویلي چې د غزې په تړانګه کې د الاقصی شهیدانو روغتون ته ۱۱ جسدونه وروسته له هغه انتقال شول چې اسرائیل د شپې له خوا په دیر البله ښار کې د یوې کورنۍ پر کور برید وکړ.

دغې ادارې ویلي، په وژل شویو کې یو اوه کلن هلک او درې تنکي ځوانان شامل دي.

د ملکي دفاع ادارې ویلي، په یو بل برید کې د غزې په ښار کې د یو ښوونځي ودانۍ په نښه کړه چې د جګړې له امله بې ځایه شویو فلسطینیانو ترې د سرپناه په توګه کار اخیستږ په برید کې اوه تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

د مدني دفاع ادارې زیاته کړه، چې دریم برید سهار مهال د النصیرات د کډوالو په کمپ کې پر یو کور وشو، شپږ کسان یې ووژل او اوه نور یې ټپیان کړل.

د اسرائیل پوځ تائید کړه چې د دوی ځواکونو د شپې په اوږدو کې په غزه کې یو لړ بریدونه ترسره کړي او په یو بیان کې یې ویلي چې دا بریدونه "دقیق" وو او "ترهګر عاملین" یې په نښه کړي. پوځ وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د غزې په تړانګه کې تر ۵۰ ډېر اهداف په نښه کړي دي.

جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷ مه وروسته له هغه پیل شوه، چې حماس پر اسرائیل په تاریخ کې تر ټولو خونړی برید وکړ، چې د اسرائیل د رسمي شمیرو او د فرانس پرس اژانس د اټکلونو له مخې ۱۲۱۰ کسان په کې ووژل شول چې اکثر یې ملکي وګړي وو.

د حماس تر واک لاندې غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، چې ملګري ملتونه یې د باور وړ ګڼي، په غزه کې د اسرائیل په غچ اخیستونکي کمپاین کې ۴۶۶۴۵ کسان وژل شوي، چې اکثر ملکي وګړي، ښځې او ماشومان دي.