د اسرائیل او حماس چارواکو جمعه ډسبر شپږمه (لیندۍ ۱۶) ویلي چې د مصر په پایتخت قاهرې کې په غزې کې د جګړې پای ته رسیدو لپاره د سولې خبرې یو ځل بیا پداسې حال کې پیل شوې چې متحده ایالاتو او قطر تیره میاشت دا خبرې د ناهیلیتوب له کبله ځنډولې وې.
د حماس د سیاسي دفتر یو غړي، بسام نعیم د اسوشیتید پرس خبري اژانس ته ویلي چې پدې تیرو څو ورځو کې په غزې کې د جګړو پای ته رسولو، برمته شویو کسانو خوشې کیدو او په اسرائیل کې د فلسطیني بندیانو خوشې کیدو لپاره د سولې خبرې پیل کیدو په خاطر هلې ځلې شویدي.
یوې بلې سرچینې بیا ویلي چې د قطر منځګړي وار د مخه مصر ته رسیدلي دي.
سره لدې چې د حماس چارواکو د سولې خبرو په هکله نور جزییات ندي ورکړي خو د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې بیا په یو راپور کې ویلي چې د غزې د سولې په خبرو کې منځګړو ویلي چې د اوربند لپاره "جدي هڅې" روانې دي.
دې ورځپاڼې د جمعې په ورځ په یو راپور کې ویلي چې د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر ګیدو سعار د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ته ویلي چې هیواد یې په غزې کې د برمته شویو کسانو خوشې کیدو لپاره یو فرصت ویني او دا ژمنه یې هم کړې چې تعقیبوي به یې.
تر دې وړاندې هم د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا سلاکار جیک سلیوان ویلي و چې په غزې کې د اسرائیل–حماس تر منځ د اوربند احتمال ډیر شوی.
د متحده ایالاتو دې جګپوړي امنیتي چارواکي پرته لدې چې نور جزیات ورکړي او په ځانګړې توګه د اوربند کیدو وړاند وینه وکړي، یوازې دومره وویل چې متحده ایالات او نور منځګړي هیوادونه "ښایي ددې فرصت ولري چې په غزې کې ۱۴ میاشتنۍ جګړه ختمه کړي".
د امریکا تر څنګ، قطر او مصر پدې خبرو کې منځګړتوب کوي او د حماس ډلې هم ویلي چې په غزه کې "اوربند ته چمتو ده" او د متحده ایالاتو د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه یې غوښتي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر اسرائیل فشار راوړي.
د اسرائیل کابینې هم ویلي چې د قطر او مصر منځګړي پدې باور دي چې په سیمې کې د تازه شرایطو څخه داسې معلومیږي چې د حماس ډله ښایي په چټکو خبرو کې شاملیدو ته زړه ښه کاندي.
په راپورونو کې ویل شوي چې د اوربند په موافقې کې ښایي په لومړي سر کې به د "بشري دلایلو" پر اساس میرمنې، ماشومان او زخمي برمته شوي کسان خوشې شي.
اسرائیلي چارواکو بیا ویلي چې د دې کسانو خوشې کیدو په بدل کې به اسرائیل سلګونه فلسطینیان چې پدې هیواد کې بندیان دي، آزاد کړي.
ویل کیږي چې د اسرائیل جګپوړي چارواکي به راتلونکي اوونۍ قاهرې ته روان شي چې پدې نوي وړاندیز خبرې اترې وکړي.