د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې د دغه هېواد په خيبر پښتونخوا او سيند ايالتونو کې په يوه ورځ څلور ماشومان ګوزڼ وهلي دي چې پدې سره په دغه هیواد کې سږ کال د پوليو د مثبتو پېښو شمېر ۶۳ ته لوړ شوی دی.
دغې ادارې پر خپله وېبپاڼه په یو بيان کې ويلي دي چې د روغتیا ملي ادارې د ډسمبر پر ۱۳ (ليندۍ ۲۳) د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان او ټانک ولسواليو او د سيند ايالت په جېکب اباد او سکر ولسواليو کې د يو، يو ماشوم د وینو په نمونو کې د پولیو ويروس تائید کړی دی. دا ډول په ډېره اسماعيل خان کې سږ کال د ګوزڼ وهلو ماشومانو شمېر نهو ته رسېدلی دی.
پدې نويو پېښو سره په روان ۲۰۲۴ کال کې په پاکستان کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر تر اوسه ۶۳ ته رسېدلی دی، چې ۲۶ يې په بلوچستان ايالت، ۱۸ يې په خيبر پښتونخوا ايالت، ۱۷ يې په سيند ايالت، او يوه، يوه پېښه په پنجاب ايالت او پلازمېنې اسلام اباد کې ثبت شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پوليو مخنيوي پروګرام د ډسمبر له ۱۶(ليندۍ ۲۶) څخه بيا د ډسمبر تر ۲۲ پورې د پاکستان په ۱۴۳ ولسواليو کې د پوليو واکسيني کمپاين اعلان کړی دی چې پر مهال به يې تر پنځو کلونو کم عمر لرونکو له ۴۴ مليونه زياتو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول کېږي.
په پاکستان کې په دا وروستيو کې په سرعت سره د پوليو د مثبتو پېښو زياتوالي روغتيا پالان اندېښمن کړي دي، ځکه په هغه هېواد کې په تېر ۲۰۲۳ کال کې د ماشومانو د ګوزڼ يوازې شپږ پېښې ثبت شوې وې چې څلور یې په خیبر پښتونخوا ايالت او دوه يې په سیند ايالت کې وې.
بلخوا د پوليو د مخنيوي نړيوال نوښت په خپل راپور کې ويلي دي چې په افغانستان کې په روان ۲۰۲۴ کال کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر ۲۳ ته رسېدلی دی چې زياتره يې په هلمند او کندهار کې دي.
په افغانستان کې په تېر ۲۰۲۳ کال کې شپږ ماشومان ګوزڼ وهلي وو چې ټول یې د ننګرهار ولایت وو.
دا مهال په نړۍ کۍ افغانستان او پاکستان يوازينې دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو ویروس په کې شته او ماشومان ترې اغیزمن کېږي.