د پوليو د مخنيوي د نړيوال نوښټ لوړ پوړي پلاوي په روان کال کې د دويم ځل لپاره پاکستان ته سفر کړی او له پاکستاني چارواکو څخه يې د پوليو ويروس په مخنيوي کې د مبارزې د ګړندي کولو غوښتنه کړې ده.
د پاکستان د پوليو مخنيوي پروګرام د نومبر پر ۲۳ (ليندۍ ۳) په خپله خبرپاڼه کې ويلي دي چې دغه پلاوي د نومبر له ۲۰ څخه د نومبر تر ۲۲پورې له پاکستاني چارواکو سره د پوليو د موثره مخنيوي په اړه خبرې کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د روغتيا ملي ادارې د نومبر پر ۲۲ (ليندۍ ۲) د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل کې د دوو نورو ماشومانو په وينه کې د پوليو ويروس تائيد کړ، چې پدې توګه په روان ۲۰۲۴ کال کې په پاکستان کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر تر اوسه ۵۲ ته رسېدلی دی، چې ۲۴ يې په بلوچستان ايالت، ۱۳ يې په سيند ايالت، ۱۳ يې په خيبر پښتونخوا ايالت او يوه، يوه پېښه په پنجاب ايالت او پلازمېنې اسلام اباد کې ثبت شوې ده.
په دې پلاوي کې د پوليو د مخنيوي د نړيوال نوښت او د روغتيا د نړيوالې ادارې چارواکي شامل دي. پلاوي د روغتيا په برخه کې د پاکستان د صدراعظم له ځانګړي استازي مختار احمد برت او د پولیو د له منځه وړلو لپاره د پاکستان د صدراعظم له استازې عایشې رضا فاروق سره وليدل.
پاکستاني چارواکو د پولیو د له منځه وړلو او د ټولو ماشومانو د ساتنې لپاره خپل هوډ او ژمنې تکرار کړې او وویل چې د ګوزڼ د واکسینو یو قوي او ټاکل شوی مهالوېش تعقیب شوی چې تراوسه پورې په دریو ملي کمپاینونو کې تر پنځو کلونو پورې عمر لرونکي له ۴۵ ميليونه زيات ماشومان واکسین شوي دي.
په پاکستان کې په دا وروستيو کې په سرعت سره د پوليو د مثبتو پېښو زياتوالي روغتياپالان اندېښمن کړي دي، ځکه په هغه هېواد کې په تېر ۲۰۲۳ کال کې د ماشومانو د ګوزڼ يوازې شپږ پېښې ثبت شوې وې چې څلور یې په خیبر پښتونخوا ايالت او دوه يې په سیند ايالت کې وې.
د پوليو مخنيوي پروګرام په خپل راپور کې زياته کړې ده چې د پاکستان د ۷۶ ولسواليو په محيطي نمونو کې د پوليو ويروس موندل شوی دی.
بلخوا د پوليو د مخنيوي نړيوال نوښت په خپل راپور کې ويلي دي چې په افغانستان کې په روان ۲۰۲۴ کال کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر ۲۳ ته رسېدلی دی چې زياتره يې په هلمند او کندهار کې دي. په افغانستان کې تېر کال شپږ ماشومان ګوزڼ وهلي وو چې ټول یې د ننګرهار ولایت وو.
دا مهال په نړۍ کۍ افغانستان او پاکستان يوازينې دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو ویروس په کې شته او ماشومان ترې اغیزمن کېږي.
فورم \ دبحث خونه