د پاکستان د بلوچستان ايالت په پښتون مېشتې ولسوالۍ کلا سيف الله کې د ماشومانو د ګوزڼ يوه نوې پېښه ثبت شوې ده چې ورسره په دغه هېواد کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر په روان ۲۰۲۴ کال کې ۴۶ ته رسېدلی دی.
په پاکستان کې د پوليو مخنيوي پروګرام د نومبر پر پنځمه (لړم ۱۵) پر خپله وېبپاڼه په خپور کړي بيان کې ويلي دي چې دا سږ کال په کلا سيف الله کې د ګوزڼ دوهمه پېښه ده.
په پاکستان کې د پوليو دغه نوې پېښه په داسې حال کې مخې ته راغلې چې په دغه هېواد کې د اکتوبر پر ۲۸ (لړم ۷) د پولیو د مخنیوي لپاره د پیل شوي اووه ورځني کمپاين پر مهال تر پنځو کلونو کم عمر لرونکو شاوخوا ۴۵ ميليونه ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړل شول.
پدې نوې پېښې سره په روان ۲۰۲۴ کال کې په پاکستان کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر تر اوسه ۴۶ ته رسېدلی دی، چې ۲۳ يې په بلوچستان ايالت، ۱۲ يې په سيند ايالت، نهه يې په خيبر پښتونخوا ايالت او يوه، يوه پېښه په پنجاب ايالت او پلازمېنې اسلام اباد کې ثبت شوې ده.
په پاکستان کې په دا وروستيو کې په سرعت سره د پوليو د مثبتو پېښو زياتوالي روغتياپالان اندېښمن کړي دي، ځکه په هغه هېواد کې په تېر ۲۰۲۳ کال کې د ماشومانو د ګوزڼ يوازې شپږ پېښې ثبت شوې وې چې څلور یې په خیبر پښتونخوا ايالت او دوه يې په سیند ايالت کې وې.
د پوليو مخنيوي پروګرام په خپل راپور کې زياته کړه ده چې د پاکستان د ۷۶ ولسواليو په محيطي نمونو کې د پوليو ويروس موندل شوی دی.
بلخوا د پوليو د مخنيوي نړيوال نوښت په خپل راپور کې ويلي چې په افغانستان کې په روان ۲۰۲۴ کال کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر ۲۳ ته رسېدلی دی چې زياتره يې په هلمند او کندهار کې دي. په افغانستان کې تېر کال شپږ ماشومان ګوزڼ وهلي وو چې ټول یې د ننګرهار ولایت وو.
دا مهال په نړۍ کۍ افغانستان او پاکستان يوازينې دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو ویروس په کې شته او ماشومان ترې اغیزمن کېږي.
فورم \ دبحث خونه