د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان د روغتیا نړیوال سازمان کې د افغانستان څوکۍ غواړي


د میرمن حنان حسن بلخي په مشرۍ روغتیا د نړیوال سازمان پلاوي د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي سره هم د روغتیا سکټور پر وړاندې د ننګونو په اړه خبرې کړي.
د میرمن حنان حسن بلخي په مشرۍ روغتیا د نړیوال سازمان پلاوي د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي سره هم د روغتیا سکټور پر وړاندې د ننګونو په اړه خبرې کړي.

د طالبانو حکومت د ویاند دفتر ویلي چې د دغه حکومت د ریاست الوزرا د مرستیال عبدالسلام حنفي د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې حوزې د څانګې د عمومې مشرې حنان حسن بلخي په مشرۍ د پلاوي سره په کتنه کې په دغه سازمان کې د طالبانو د حکومت د غړیتوب غوښتنه کړې ده.

د طالبانو حکومت د ویاند دفتر د دوشنبې په ورځ نومبر۱۸( لړم ۲۸) رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې حنفي په مشرۍ یو پلاوي د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې حوزې د څانګې د عمومې مشرې میرمن حنان حسن بلخي په مشرۍ د یو پلاوي سره په افغانستان کې د پولیو د ویروس د ناروغۍ د مخنیوي په ګډون په یو لړ نورو مسلو هم خبرې کړي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "نوموړي د روغتیا نړیوال سازمان له مسولینو وغوښتل چې په یاد سازمان کې د افغانستان د غړیتوب د فعالېدو ترڅنګ ناروغانو ته د روغتیایي ویزو برابرولو، د معتادینو او انتاني ناروغیو درملنې، د سرطان ناروغۍ د درملنې روغتون جوړولو، د ډاکترانو او تخنیکرانو د ظرفیت لوړولو، د پولیو لابراتوار اساسي فعالېدو او تجهیز ته پاملرنه وکړي."

د خبرپاڼې له مخې حنان حسن بلخي د طالبانو ددغه چارواکي دې غوښتنې ته په ځواب کې ویلي، چې د روغتیا په نړیوال سازمان کې د افغانستان د غړیتوب په اړه یې ددغه سازمان رئیس ته ویلي او هڅه کوي افغانستان ژر تر ژره دا موقف ترلاسه کړي.

د طالبانو حکومت چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی، تراوسه د هیڅ کوم هیواد یا نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دي پیژندل شوي.

نړیوالې ټولنې د طالبانو حکومت د رسمیت پیژندلو لپاره له وړاندې پر طالبانو باندې ځینې شرطونه ایښي دي، چې په کې د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون په افغانستان کې د قومي او مذهبي اقلیتونو حقونو ته درناوی او د القاعده ډلې په ګډون د تروریستي ډلو سره د طالبانو د اړیکو د پرې کولو شرطونه شامل دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو سره د طالبانو کړنې د جنسیت پر بنسټ تبعیض ګڼل کیدلای شي. همداشان ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي چې طالبان لا هم د القاعده په ګډون د تروریستي ډلو سره اړیکو ساتلو ته دوام ورکوي.

د ګوزڼ ناروغۍ پیښو زیاتیدل

د طالبانو حکومت د ویاند دفتر له خوا په دې خپر شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د ناروغۍ په ګډون د ساري او غیر ساري ناروغیو د خپریدو د مخنیوي او په دغه هیواد کې د عامې روغتیا د سکټور سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د زیاتیدو په اړه هم خبري شوي.

ددغې خبرپاڼې په اساس د بل ملنډا ګیټس بنسټ د روغتیا برخې عمومي مشر ډاکټر کرستوفر الیاس دې غونډې ته په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د پیښو پر زیاتیدو اندیښنه ښودلې او ویلي .

هغه ویلي: " موږ هڅه کوو چې ټول ماشومان واکسین شي، پولیو له منځه لاړه شي او هیڅ ماشوم ورباندې اخته نه ‌شي."

د پوليو د مخنيوي نړيوال نوښت د یو راپور له مخې په افغانستان کې په روان ۲۰۲۴ کال کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر تراوسه ۲۳ ته رسېدلی دی چې زياتره يې په هلمند او کندهار کې ثبت شوي دي. په افغانستان کې تېر کال شپږ ماشومان ګوزڼ وهلي وو چې ټول یې د ننګرهار په ولایت وو.

خو د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ادعا کوي چې د روان ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې په افغانستان کې د پولیو ویروس هیڅ کومه مثبته پیښه نه ده ثبت شوې.

د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر په میاشت کې د طالبانو د حکومت او د ملګرو ملتونو د روغتیا د نړیوال سازمان ترمنځ د ماشومانو د ګوزڼ د واکسین د تطبیق پر بڼې باندې د اختلاف له کبله په دغه هیواد کې د مني د موسم واکسین کمپاین تطبیق نشو، خو بیا وروسته د اکتوبر۲۸( لړم ۷مه) افغانستان د پاکستان سره هممهاله په ۱۶ سرحدي ولایتونو کې د پنځه کلنو څخه د کم عمر ۶.۲ میلیونو ماشومانو ته د پولیو ویروس ضد درې ورځینی د واکسین کمپاین تطبیق کړ.

ملګري ملتونه په افغاسنتان کې د پولیو د ویروس د مخنیوي لپاره کور په کور کمپاین په پلي کیدو ټینګار کوي، خو د طالبانو حکومت د کور په کور کمپاین پر ځای جومات پر جومات د کمپاین پلي کیدو باندې ټینګار کوي.

د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام ویلي سږکال په دغه هیواد کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر ۴۵ ته رسیدلی دی.

دا مهال په نړۍ کۍ افغانستان او پاکستان يوازينې دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو ویروس په کې شته او ماشومان ترې اغیزمن کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG