بګرام پوځي اډې ته نژدې پر بهرنیو ځواکونو ځانمرګی برید شوی

د پروان چارواکي وايي، ځانمرګی پلی و

د پروان سیمه ییز چارواکي وايي، تېره شپه بګرام پوځي اډې ته نژدې د بهرنیو ځواکونو پر موټریز کاروان ځانمرګی برید شوی دی.

د چارواکو په وینا دغه پېښه تېره شپه ۱۱ بجې د بګرام ولسوالۍ په صیاد سیمه کې رامنځته شوې ده.

د پروان د همغږۍ د عمومي مرکز قوماندان الوزي احمدي نن شنبه د «وږې میاشتې پر۲مه» امریکا غږ ته وویل، ځانمرګی پلی و او د بهرنیو ځواکونو د موټریز کاروان په منځ کې پر ځان پوري تړلو موادو ته چاودنه ورکړې ده.

هغه وویل، په دغه پېښه کې بهرنیو ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو په اړه معلومات نه لري. خو زیاته یې کړه چې دوه ملکي وګړي پکې ټپیان شوي چې وضعیت یې ښه دی.

نوموړي زیاته کړه چې د یاد برید پرمهال د صیاد ولسوالۍ د بازار دوه دوکانونه سوځېدلي او نورو دوکانونو ته یې زیان رسېدلی دی.

طالبانو بیا د یاد برید د مسؤلیت په اخیستلو سره، په دغه ځانمرګي برید کې د او بهرنیو ځواکونو د وژلو او څلورو نورو د ټپې کېدو ادعا کړې ده.

که څه هم ناټو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي، خو یو بل امریکايي چارواکي بهرنیو ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړولو په اړه د طالبانو ادعا رد کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت په دغه هېواد کې دوو امریکايي سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ.

طالبان پر داسې مهال پر بهرنیو ځواکونو ځانمرګی برید کوي چې په دوحه کې له امریکايي استازو سره په نهم پړاو مذاکراتو بوخت دي.