د لاس رسي وړ اتصالات

په پروان کې د بهرنیو ځواکونو پر گزمې ځانمرګی برید شوی


عکس - ارشیف
عکس - ارشیف

د بگرام ولسوال عبدالشکور قدوسي وایي دغه حمله د دوشنبې د ورځې (وري ١٩) ماښام په ځايي وخت ٥:٣٠ د باریک آب په ساحه کې وشوه.

د ښاغلي قدسي په وینا بریدگر په چاودیدونکو توکیو ډک موټر کې سپور د بهرنیو قواو پر کاروان برید وکړ.

د بگرام ولسوال زیاته کړه چې یواځې اطفایي ته د پیښې ځای ته د ورتللو اجازه ورکړل شوې ده او دوه مړي چې ښایي یو یې ځانمرگی بریدگر او بل په بهرنیو ځواکونو پورې مربوط وي لیدل شوي دي.

د پروان د پولیسو قوماندان محمد محفوظ ولیزاده وایي دغه برید د کابل او پروان ولایتونو په سرحد کې شوې ده او د بهرنیو ځواکونو له لورې د موانعو په وجه ندي توانیدلي چې د پیښې جزییات ترلاسه کړي.

تر اوسه نده معلومه شوې چې دغه کاروان د کوم هیواد د ځواکونو و، خو د بگرام په هوایي اډه کې امریکایي ځواکونه میشت دي.

دا د موټر بم نه په استفادې د پروان ولایت کې لومړنی برید دی چې په ١٩٩٨ کال کې د ناټو د قاطع ماموریت پر سرتیرو کیږي.

خیرالله رسولي د امریکا غږ اشنا رادیو

XS
SM
MD
LG