فلسطینیان د ایران نه همکارۍ ناهیلي کړي دي - لبنانی څیړونکی

د نړیوالو چارو لبنانی شنونکی فراس مقصد وایي، ایران د خپل اټومي پروګرام د دفاع لپاره په حزب الله پانګونه کړې او نه غواړي چې دغه ډله همدا اوس د اسرائیل په وړاندې په یوه لویه جګړه کې ښکیل کړي.

د امریکا غږ سره په څانګړې مرکه کې فراس مقصد وویل، همدا لامل شوی چې د فلسطین خلک له ایران څخه مایوسه شوي چې د هغوی د ساتنې دپاره یې څه ونکړل.

د حماس وسله وال د اکتوبر په اوومه د غزې او اسرائیل ترمنځ له پوځي پولې واوښتل او د اسرائیل په تاریخ کې یې تر ټولو خونړی برید وکړ. اسرائیل وايي، په دغه برید کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي، چې ډېری یې ملکي وګړي دي او شاوخوا ۲۴۰ نور یرغمل شوي دي.

په ځواب کې اسرائیل په غزه کې بمبارۍ او ځمکني عملیات پیل کړل، چې د حماس حکومت وايي، تر اوسه یې ۱۵۰۰۰ کسان وژلي، چې زرګونه یې ماشومان او ښځې دي.

ایران د حماس د اکتوبر د اوومي د برید ننګه کړې خو په دغه برید کې یې مستقیم لاس لرل رد کړي دي.

د منځني ختیځ کارپوه فراس مقصد وايي، که څه هم د سیمې ځینې خلک د حماس له کړنو خوښ دي خو د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په څېر د خلیج ځینې هېوادونه یې د ایران یوه وسیله ګڼي.

د فراس مقصد سره بشپړه مرکه دلته وګورئ.