د ایران دولتي خبري اژانس د نومبر په ۵ (لړم ۱۴) خبر ورکړ چې د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي په تهران کې د حماس ډلې د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره کتلي دي.
د ایرنا خبری اژانس په راپور کې ویل شوي چې هنیه "په دې کتنه کې په غزه کې د وروستیو پرمختګونو او د صهیونیستي رژیم د جنایتونو او همداشان په لویدیځه غاړه کې د پرمختګونو په هکله خامنه یي ته راپور وړاندې کړ."
دا نه ده څرګنده شوی چې دا کتنه په دقیقه توګه کله شوې، خو د ایرنا د راپور څخه یوه ورځ مخکې د حماس چارواکو ویلي وو چې د دغې ډلې مشر په وروستیو ورځو کې له خامنه يي سره کتلي دي.
د ایرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې خامنه یي "د غزې د خلکو صبر او استقامت یو ځل بیا وستایه او د خواشینۍ په څرګندولو سره یې په غزه کې د صیهونیستي رژیم جنایتونه چې د امریکې او ځینو لویدیځو هیوادونو په مستقیم ملاتړ ترسره کیږي، د صهیونیستي اشغالګرو په وړاندې د فلسطین د مقاومت له ځواکونو څخه د ملاتړ لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت په دایمی سیاست ټینګار وکړ."
ایران تل ویلي چې د حماس ملاتړ کوي، خو ایراني مقاماتو ویلي چې تهران د حماس له خوا پر اسرائیل په وروستي برید کې لاس نه لري.
خامنه يي له اسماعیل هنیه سره په کتنه کې همداشان "د غزې له خلکو سره د اسلامي هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د جدي اقدام او د اسلامي دولتونو د هر اړخیز او عملي ملاتړ پر اړتیا هم ټینګار کړی دی."
ایراني چارواکو اسرائیل ته خبرداری ورکړی، چې که پر غزې بریدونه دوام وکړي، په سیمه کې به د جګړې لمن پراخه شي او اسرائیل به له سختو پایلو سره مخ شي.
خو اسرائیلي مقاماتو د اوربند غوښتنې ته غوږ نه دی نیولی او تل یې ټینګار کړی، چې د غزې جګړه به تر هغه دوام وکړي تر څو ټول یرغمل شوي کسان د حماس له منګولو نه وي ازاد شوي او دغه ډله په بشپړه توګه له منځه تللې نه وي.
د اکټوبر د میاشتې د اوومې نیټې راهیسې چې د اسرائیل او حماس تر منځ جګړه پیل شوی تر اوسه د اسرائیلي مقاماتو په وینا په اسرائیل کې ۱۴۰۰ کسان وژل شوي او حماس تر ۲۴۰ زیات کسان یرغمل نیولي دي.
پر اسرائیل د حماس د برید په غبرګون کې اسرائیلي ځواکونو پر غزه هوایي، ځمکني او سمندري بریدونه کړي چې د غزې د روغتیا وزارت په وینا له ۹۸۰۰ زیات فلسطینیان په کې وژل شوي دي چې اکثر یې ماشومان او ښځې دي او په زرګونو نور ټپیان شوي دي.
خامنه یي په تهران کې د حماس د مشر سره کتلي دي

فورم \ دبحث خونه