د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې په تازه نښتو کې اته تنه وژل شوي

د هند تر واک لاندې کشمیر کې مقامات وايي‌په تازه نښتو کې اته تنه وژل شوي

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پولیس چارواکي وايي چې د یکشنبې په ورځ جولاۍ اوومه (چنګاښ۱۷) په دوو جلا پېښو کې دوه سرتېري او شپږ مشکوک اورپکي وژل شوي دي.

د کشمیر د پولیسو عمومي مشر ویدهي کمار بېردي فرانس پرنس اژانس ته ویلي دي چې مقاماتو د کشمیر د کولګام په کلیو کې «دوه جلا عملیاتونه» کړي دي.

نوموړي ویلي دي چې دوه مشکوک اورپکي په یوې نښتې او څلور نور یې په بلې نښتې کې وژل شوي دي. هغه دا هم وویل چې په دغو جګړو کې دوه امنیتي سرتېري هم وژل شوي دي.

کشمیر، چې اوسېدونکي یې اکثریت مسلمانان دي، په ۱۹۴۷ میلادي کال کې د پاکستان له جوړېدو را وروسته په دوو برخو وېشل شوی چې یوه برخه یې د هند او بله یې د پاکستان تر کنترول لاندې ده.

پاکستان او هند یې دواړه د مالکیت ادعا لري او د خپلولو لپاره یې درې ځلې جګړې کړي دي. په کشمیر کې یاغیان له ۱۹۸۹ راهېسې جګړه کوي، دوی وايي یا دې دا سیمه خپلواکه شي او یا دې له پاکستان سره یو ځای کړل شي. په دغو جګړو کې زرګونه سرتېري، ولسي خلک او اورپکي وژل شوي دي.

د هند حکومت په ۲۰۱۹ کال کې د کشمیر خودمختاري لغوه کړه.

دغلته د جون په میاشت کې وسله والو په یو بس باندې ډزې وکړې او نهه هندو زیارت کوونکی یې ووژل شول، دا ۲۰۱۷ کال راهېسې په هندي زیارت کوونکو باندې د خپل ډول تر ټولو خونړی برید بلل کېږي.

په ۲۰۱۷ کال کې هم وسله والو په یو بل موټر باندې برید کړی و او اووه تنه یې وژلي وو.