د چین دولتي رسنۍ سینهوا راپور ورکړی دی چې د چهارشنبې په ورځ نومبر ۲۰ (لړم۳۰) د چین ولسمشر شي جینپینګ په غزې کې د جګړې بندېدو او اوربند غږ کړی دی.
جینپینګ د جي-۲۰ هېوادونو په سرمشریزې کې د ګډون لپاره برازیل ته تللی. نوموړي د برازیل د ولسمشر لوئیز اناسیو لولا دا سیلوا سره په ملاقات کې په غزې کې د جګړې د پراخېدو په اړه اندېښنه وښوده او «غوښتنه یې وکړه چې جګړه ژر بنده او اوربند» وشي.
په برازیل کې د جي-۲۰ په سرمشریزې کې د نړۍ مشرانو هم په غزې کې د جګړې بندېدو غوښتنه کړې. دا سرمشریزه د دوشنبې او سه شنبې په ورځو کې د برازیل په مرکز ریو کې وشوه.
د سرمشریزې په ګډې اعلامیې کې په غزې او لبنان کې «د هر اړخیز» اوربند غږ شوی دی. اسرائیل په غزې کې د حماس او په لبنان کې د ایراني د ملاتړې ډلې حزب الله په ضد عملیات کوي.
د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د یوې مسودې په اړه رایه واچوله، چې په غزې کې یې د «سمدستي، بې قید او شرط او دایمي اوربند» غوښتنه کړې وه. په دغه سازمان کې د امریکا مرستیال سفیر رابرټ ووډ وویل چې متحده ایالتونه د هغه پریکړه لېک د مسودې حمایت نه شي کولای چې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو پرته د اوربند غوښتنه کوي.
تلفات
د حماس ډلې د تېرکال د اکتوبر په میاشت کې په اسرائيل باندې بریدونه وکړل، اسرائیلي مقامات وايي په دغو بریدونو کې تقریبآ ۱۲۰۰ تنه وژل شوي او حماس شاوخوا ۲۵۰ نور کسان یرغمل کړل. یو شمېر یې د یو توافق په اساس پرېښودل شول او اسرائیلي مقامات وايي لسګونه نور یې اوس هم یرغمل دي.
په غزې کې د حماس تر کنترول لاندې د روغتیا مقامات وايي چې د اسرائيل په عملیاتو کې څه باندې ۴۴زره کسان وژل شوي، چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي.
د اسرائيل او حماس ترمنځ د جګړې له پیلېدو وروسته د لبنان حزب الله او اسرائيل د ځواکونو ترمنځ هم نښتې پیل شوې، خو د سپتمبر په میاشت کې اسرائيل لبنان ته ځمکني ځواکونه هم واستول او د بیروت په جنوب کې د حزب الله په مرکزونو هوايي بریدونه کوي.
په لبنان کې چارواکي وايي د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اتمې نېټې راهېسې په لبنان کې څه باندې ۳۳۵۰ تنه وژل شوي او شاوخوا یو میلیون نور کسان بې ځایه شوي دي.
د اسرائیل پوځ وايي د حزب الله سره یې په جګړې کې تقریبآ ۴۷ سرتېري او په اسرائيل باندې د حزب الله د توغندیو په بریدونو کې شاوخوا ۴۵ ولسي اسرائیلیان وژل شوي دي.