بایډن: اسرائیل او حماس په اوربند او د یرغمل کسانو په خوشې کولو موافقه وکړه

بایډن وویل: "دا تړون به په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو، د فلسطین ملکي وګړو ته د بشري مرستو د زیاتوالي لامل شي چې ورته سخته اړتیا لري، او د ۱۵ میاشتو بند وروسته به د یرغمل شویو کسانو د خلاصون او بیرته له خپلو کورنیو سره د یوځای کیدو سبب شي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د چارشنبې په ورځ جنورۍ ۱۵مه (مرغومي ۲۶) د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند او د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون د هوکړې خبر ورکړ.

ولسمشر بایډن د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې دا موافقه د متحده ایالاتو، مصر او قطر د "څو میاشتو جدي ډیپلوماسۍ" وروسته لاسلیک شوه.

بایډن وویل: "دا تړون به په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو، د فلسطین ملکي وګړو ته د بشري مرستو د زیاتوالي لامل شي چې ورته سخته اړتیا لري، او د ۱۵ میاشتو بند وروسته به د یرغمل شویو کسانو د خلاصون او بیرته له خپلو کورنیو سره د یوځای کیدو سبب شي."

جو بایډن د ۲۰۲۴ کال د مې په ۳۱مه، په غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون وړاندیز وکړ، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هم تصویب کړ.

بایډن ویلي دي چې اوسنۍ موافقه نه یوازې د "حماس پر ډلې د سختو فشارونو او په لبنان کې له اوربند وروسته د سیمه ییزې معادلې د بدلون او د ایران د کمزوري کیدو" پایله ده، بلکې د هغه په وینا دا د "امریکایي ډیپلوماسۍ" نښه هم ده." هغه وویل: "ما د دې کار د ترسره کولو لپآر هیڅکله له ډیپلوماسۍ لاس وانخست."

ولسمشر بایډن له سپینې ماڼۍ څخه په خپله وینا کې وویل، چې دغه هوکړه په دریو پړاونو کې پلي کېږي. د بایډن په وینا، لومړۍ پړاو چې شپږ اونۍ به دوام وکړي، په کې بشپړ اوربند، د غزې له ګڼ مېشتو سیمو د اسرائیلي ځواکونو وتل او د ښځو، لویانو او ټپیانو په ګډون د حماس لخوا د یرغمل شویو کسانو خوشې کول شامل دي."

بایډن زیاته کړه، یرغمال شوي‌ امریکايي اتباع د هغو کسانو په ډله کې شامل دي چې په لومړي پړاو کې به خوشې شي. هغه وویل، چې په مقابل کې به اسرائیل سلګونه فلسطینیان له خپلو زندانونو خوشې کړي. د بایډن په وینا، په لومړي پړاو کې به فلسطینیان خپلو اصلي سیمو ته ستنېدلای شي.

د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې په لومړي پړاو کې به ۳۳ یرغمال د حماس له بند څخه خوشې شي چې ټول یې ښځې، ماشومان او هغه کسان دي چې عمرونه یې له ۵۰ کلونو لوړ دي.

ولسمشر بایډن ویلي چې د لومړي شپږو اوونیو په بهیر کې به د دویم پړاو لپاره خبرې اترې پیل شي، چې په هغې کې په بشپړه توګه "د جګړې بندیدل" شامل دی. د بایډن په خبره، په دویم پړاو کې به د پاتې یرغمال شوي کسانو خوشې کول، دایمي اوربند او په پایله کې له غزې څخه د اسرائیلي ځواکونو بشپړ وتل شامل وي.

هغه زیاته کړه چې که خبرې اترې له شپږو اونیو اوږدې شي، نو اوربند به د مذاکراتو تر پای پورې وغځول شي.

د بایډن په وینا، په درېیم پړاو کې د وژل شویو یرغمالو د جسدونو بېرته راګرځولو او د غزې بیا رغونه شامل دي.

اسرائیل او حماس د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې له مراسمو څخه یوازې څلور ورځې مخکې د اوربند او د یرغمل شویو بندیانو پر خلاصون موافقه وکړه. ټرمپ خبرداری ورکړی و چې که د ده د ادارې د پیل تر وخته یرغمل شوي کسان خوشې نه شي، حماس به یې درنه بیه ادا کړي.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د ټروټ په ټولنیزه شبکه ولیکل: "په منځني ختیځ کې مو د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره هوکړه ترلاسه کړه. هغوی به ژر خوشې شي. له تاسو مننه!"

دایمي اوربند، له غزې څخه د اسرائیلي ځواکونو وتل او فلسطین ته د بشري مرستو کچه، د هغو لویو ننګونو څخه وو، چې د اسرائیل او حماس ترمنځ په خبرو کې مطرح وې.

د اسرائیل یوه چارواکي ویلي، چې د دې هوکړې په اړه به د اسرائیل حکومت د پنجشنبې په ورځ رای ګیري وکړي. د سرچینې په وینا، تمه کېږي چې د اسرائیل د کابینې ډېری وزیران دغه هوکړه منظوره کړي.

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر، ګیدون سعار، خپل له مخکې پلان شوی سفر اروپا ته نیمګړی پرېښود او اعلان یې وکړ چې د کابینې د رای ګیري په مهمه پروسه کې د ګډون لپاره هېواد ته بېرته ستون شوی دی.

د دې خبر له خپرېدو وروسته د غزې زرګونه اوسېدونکي چې له تېرو ۱۵ میاشتو راهیسې د تر ټولو خونړۍ جګړې شاهد دي، سړکونو ته راووتل او خوښۍ یې وکړې.

د فرانس پرس خبري اژانس خبریالانو د دیرالبلح ښار او د غزې له نورو ښارونو څخه راپور ورکړی چې ډله ډله خلکو خوښۍ کولې او یو بل یې په غیږ کې نیوه.

د قطر، مصر او متحده ایالاتو استازو په دې وروستیو ورځو کې د اسرائیل او حماس ترمنځ د یوې موافقې لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې وې.

په غزه کې جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷ مه، سخت دریځې ډلې حماس پر اسرائیلو باندې وسله وال بریدونه پیل کړل چې د اسرائیلي چارواکو په وینا په دغو بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او د حماس جنګیالیو څه باندې ۲۵۰ تنه یرغمل نیولي دي.

د ۲۰۲۳ کال د نومبر د میاشتي د موقتي اوربند په ترڅ کي د حماس له لوري یو شمیر یرغمل شوي کسان خوشي شول، خو د اسرائیلي پوځ په وینا ۹۴ تنه یرغمل لا هم د دغې ډلې په توقیف کې دي، چې ګمان کیږي ۳۴ تنه یې وژل شوي دي.

د حماس تر واک لاندې غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، چې ملګري ملتونه یې د باور وړ ګڼي، په غزه کې د اسرائیل په غچ اخیستونکي کمپاین کې ۴۶۷۰۰ کسان وژل شوي، چې اکثر ملکي وګړي، ښځې او ماشومان دي.