استرالیا خپل زاړه ټانکونه اوکراین ته ورکوي

اوکراین د استرالیا د دغو پوځي مرستو مننه کړې.

د استرالیا د دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۱۶ (تلې۲۵) اعلان وکړ چې خپل ابرامز زاړه امریکایي ټانګونه اوکراین ته استوي، چې د دغه هېواد پلي ځواکونه په سخت ژمي کې قوي شي.

د ابرامز هر (ام۱ای۱) ټانګ ۶۰ ټنه وزن لري‌ او د اور قوي ځواک لري. ټاکل شوې وه چې استرالیا له راتلونکي کال څخه وروسته د دغو ټانکونو کارول بند کړي، ځکه چې ډېر زاړه شوي وو.

خو استرالیا پرېکړه وکړه چې دا ټانګونه اوکراین ته ورکړي. امریکا هم تازه د ۴۲۵ میلیون ډالرو په ارزښت له اوکراین سره د پوځي مرستو اعلان کړی او دا دواړه مرستې ستایل شوي دي.

د استرالیا د صنایعو وزیر پټ کانروی په یوې اعلامیې کې ویلي دی: «موږ د روسیې د غیر قانوني‌ یرغل په وړاندې له اوکراین سره اوږه په اوږه ولاړ یو.»

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د استرالیا د دغو مرستو مننه کړې او ویلي دي: «استرالیا د ازادۍ، دیموکراسۍ، انساني ژوند او نړیوال امنیت په دفاع کې زموږ د باور وړ ملګري په توګه پاتې ده.»

ځینې ټانګونه لږ ترمیم ته اړتیا لري‌ او ممکن نور یې د پرزو په توګه په نورو برخو کې وکارول شي. اوکراین تر دې مخکې له استرالیا څخه غوښتي وو چې خپل زاړه پوځي وسائیل ورته ورکړي.

د روان کال په لومړیو کې استرالیا خپل تایپان هلیکوپترونه له منځه یوړل، خو اوکراین ته یې ورنه کړل، استرالیا ویلي وو چې دا هلیکوپترونه د پرواز وړ نه وو.

په همدې حال کې د امریکا ولسمشر جوبایډن د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۱۶ (تلې۲۵) د اوکراین له ولسمشر سره په تیلیفون کې خبرې وکړې او ورته یې د نویو پوځي مرستو په اړه معلومات ورکړل.

بایډن وویل چې د ۴۲۵ میلیون ډالرو په ارزښت دغو پوځي مرستو کې د دافع هوايي وسایل، له هوا څخه څمکې ته توغول کېدونکي مهمات، زرهي وسایط او نور اړتیا وړ پوځي مهمات شامل دي.