د ملګرو ملتونو د خوړو او کرهڼې د سازمان (ایف اې او) د یوې سروې موندنې ښيي چې په افغانستان کې د خوراکي توکو لوړو بیو او وچکالۍ ډیرې کورنۍ د اقتصادي ټکانونو سره مخ کړي دي.
دغه سروې د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د ۲۴ او د فبرورۍ د ۲۹ پورې په ۳۴ ولایتونو کې د نهه زره او ۵۰۰ کسانو سره د مخامخ مرکو پر اساس ترتیب شوې ده.
که څه هم د نړیوال بانک د وروستي راپور له مخې په افغانستان کې د خوراکي توکو او د سون موادو بیې راټیټې شوي، خو دې سروې له مخې ۶۰ فیصده افغانان د خوړو د لوړو بیو او ۵۸ فیصده د وچکالۍ له امله ټکان خوړلی دی.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرهڼې سازمان ویلي چې د کورنیو عاید د خوراکي توکو د بیو د انفلاسیون پر وړاندې زیانمنونکی دی، حتی ددې باوجود که بیې د ټیټیدو په حال کې اوسي، خو دا مسله هغه کورنۍ چې سرپرستي یې ښځې کوي ډیرې اغیزمنې کوي.
په سروې کې ویل شوي:" د کورنیو لس فیصده د سروې د پیلیدو، درې میاشتې دمخه هیڅ عاید نلره او د سپما او پور په پیسو یې ګذاره کوله، دغه موندنې په پشپړ ډول د فصل نمونوي موندنې دي، ځکه چې له سلو فیصدو پورته کورنۍ د طبیعي منابعو څخه په ګټې اخیستنې باندې متکي دي".
ددې سروې له مخې ۸۹ فیصده هغه کورنۍ چې عاید یې د طبیعي منابعو څخه د ګټې اخیستنې له لارې ترلاسه کیږي او ۹۰ فیصده کورنۍ چې د سوداګرۍ او کاروبار له لارې عاید ترلاسه کوي په عاید کې د کمښت خبر ورکړی دی، خو ۵۹ فیصده نورو کورنیو هیڅ د عاید د ترلاسه کولو کومه منبع نلرله.
دا سروې ښيي چې د وچکالۍ څخه ټکانونه د فراه، هلمند، میدان وردک، کندهار، نیمروز، بامیان، سرپل، کونړ، بدخشان، بادغیس او جوزجان په ولایتونو کې د ۸۲ او ۹۷ فیصدو ترمنځ راپور ورکړل شوي دي.
ددې سربیره سخت بارانونه او د بارانونو وروسته سیلابونونو او له منځنۍ کچې څخه پورته د سړې هوا څپې، کرهڼیز افتونه او د کسب کار د زمینې له لاسه ورکول نور عوامل دي چې په یو شمیر شمالي، لودیځو، مرکزي او شمال ختیځو ولایتونو کې د کورنیو د اقتصادي ټکانونو سبب شوي دي.
په دې سروې کې ویل شوي:" د کرهڼیزو محصولاتو تولیدکوونکي او مالداران معمولا وچکالي د یو مهم ګواښ په توګه یادوي. د خوراکي توکو لوړې بیې په پام وړ ډول پر ټولو ډلو په ځانګړي ډول هغو کورنیو سره چې د کرهڼې سکټور سره تړاو نلري اغیزه کړې چې د یو پراخه اقتصادي اغیز څرګندونه کوي.
په سروې کې ویل شوي چې ۵۹ فیصده د کرهڼیزو محصولاتو تولیدکوونکو راپور ورکړی چې د تیرکال د همدې مودې پرتله پر کمه ځمکه یې کر کړی دی چې په دې برخه کې د اوبو کمښت، ځمکه، بازار نشتون، طبیعي افتونه اود پانګونې تنوع ددغه کمښت د علتونو په توګه یاد کړي دي.
وړاندیزونه
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرهڼې سازمان وړاندیز کړی چې تخمونه، کیمیاوې سرې او نور اړین توکي چې په ځانګړي ډول د دوبي د محصولاتو لپاره طرح شوي باید په چټک ډول په بزګرانو باندې چې د وچکالۍ له امله زیانمن شوي وویشل شي ترڅو هغوی د راتلوونکې فصل د کر لپاره چمتو شي.
په ټول افغانستان کې د اوبخور د بحراني سیستم بیا رغونه، د نباتي ناروغیو اوافتونوپه اړه د لنډې مودې کمپاینونه پیلول، د کرهڼیزو زیانونو د مخنیوي لپاره د پوهاوي او کنټرولي اقداماتو کې زیاتوالی، بزګرانو ته د واښو او ګیاه ویشل حیواني روغتیايي خدمتونو وړاندې کول ددغه سازمان په نورو وړاندیزونو کې شامل دي.