بخښنې سازمان: افغانستان کې د بشري حقونو ناورین نه سمبالول د نړۍ د شرم وسیله ده

د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې طالبانو په افغانستان کې د ویرې او بشپړ کنټرول چاپیریال رامنځ ته کړی دی.

پر افغانستان باندې د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ د پوره کیدو سره هممهاله د بخښنې نړیوال سازمان دغه هیواد کې د بشري ناورین په اړه په یو راپور کې ویلي چې د طالبانو درې کلنه واکمني او نړیوال تعامل افغانان د ډیرې کمې هیلې سره پریښې دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د پنجشنبې په ورځ اګست ۱۵(زمري ۲۵) په یو راپور کې ویلي چې افغانستان د تیرو دریو کلنو د ناهیلۍ سره لاس او ګریوان دي، ځکه چې ددغه سازمان د وینا پر اساس د طالبانو چارواکي د بشري حقونو نړیوال قوانین نقض کوي او خپل جنایات د نړیوالو قوانینو له مخې د افغانستان د خلکو په ځانګړي ډول ښځو او نجونو پر وړاندې پرته د مجازاتو ترسره کوي.

دغه سازمان ویلي په دغه راپور يې د یو پراخه مشورتي بهیر په ترڅ کې چې د ۱۵۰ تنو د بشري حقونو د افغان مدافعانو، پوهنتونونو د غړو، معترضو ښځو، ځوانانو، مدني ټولنې د استازو او خبریالانو د خبرو او مشورو له لارې ترتیب کړی د نړیوالې ټولنې د غبرګون په اړه د افغانانو د ناهیلۍ او ویرې او هم د راتلوونکې لپاره وړاندیزونه په کې مستند کړي دي.

دغه سلامشورې د افغانستان په ۲۱ ولایتونو او په لسو هیوادونو کې په تبعید کې افغانانو سره د امریکا متحده ایالاتو، بریتانیا، جرمني، فرانسه، بلجیم، هسپانیا، سویس، ایټالیا، کاناډا او پاکستان کې ترسره شوي دي.

ددغه سازمان د جنوبي اسیا لپاره د کمپاین تنظیموونکې سمیرا حمیدي ویلي چې په دې راپور کې د یو شمیر کسانو سره خبرې شوي چې په ټولنه نړۍ کې یې د افغانستان د ټولنې استازیتوب کاوه او اکثره یې په دې باور وو چې نړیوالې ټولنې د افغانستان خلک د ناکامۍ سره مخ کړي دي.

میرمن حمیدي ویلي: "[ نړیواله ټولنه] نه یوازې دا چې طالبان د هغوی جنایاتو او بشري حقونو سرغړونو په اړه ځوابوونکي نه ګڼي، بلکې په دې توانیدلي دي چې یو ستراتیژیک جهت د لا زیاتو زیانونو د مخنیوي لپاره وړاندې کړي. درې کاله وروسته، په افغانستان کې د بشري ناورین د سمبالولو لپاره د هیڅ کوم ځانګړي اقدام نشتون د نړۍ لپاره د شرم ځای دی".

د ښځو او نجونو حقونه

له شلو څخه زیاتو د بشري حقونو مدافعانو او د ښځو د حقونو ملاتړو بخښنې نړیوال سازمان ته ویلي چې هغوی د ژوند په ټولو برخو کې خپل وکالت له لاسه ورکړی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې کومو ښځو سره چې خبرې شوي هغوی د قانون، سیاست، خبریالۍ، ښوونې او روزنې په ګډون په مختلفو برخوکې تجربې لرلې.

په دې راپور کې ویل شوي چې د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ وروسته هغوی ټولو د "هیڅوک توب" احساس کاوه او د کاروکسب مشارکت او فرهنګي چارو کې د کار په برخه کې د محدودو فرصتونو یادونه یې کوله.

د کندز په ولایت د ښځو د حقونو یوې فعالې راضیه وویل: "د هغو ښځو په استازیتوب چې کاراو کسب او خپل اقتصادي موقعیت یې له لاسه ورکړی ویل کیږي چې هغوی ددې مستحقي دي او د طالبانو بیرته ستنیدل د تړلو لپاره یو مثبت ګام [هغو] کسانو ته دی چې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په نوم فحشا خپروله".

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې طالبان د "شریعت او افغانستان فرهنګ" د پیروۍ د ادعا پراساس واک ته د بیرته رسیدلو له پیل راهیسې د جنسي ځورونې تورونه رد کړي دي.

د بلخ په ولایت کې د نظیفې په نوم یوې ښوونکې وویل: "مونږ ته وویل شو چې طالبان بدل شوي دي. مونږ ته وویل شو چې د سولې هڅې خرابې نکړو، مونږ ته وویل شو چې نړۍ به له مونږ ملاتړ وکړي. [خو] نن ورځ مونږ په یوازې سر خپل مصیبتونه ګالو".

عدالت او مسوولیت منل

په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په دغه هیواد کې رسمي او قانوني قضايي سیستم له منځه تللی دی. د بخښنې د نړیوال سازمان د راپور له مخې د ۲۰۲۲ کال د نومبر میاشت کې د طالبانو مشر په افغانستان کې په بشپړ ډول د شریعت د قوانینو د پلي کولو جبري امر صادر کړ.

د احمد احمدي په نوم یو مدافع وکیل چې اوس په اروپا کې اوسیږي بخښنې سازمان ته ویلي: " طالبانو اعلان کړی چې د محاکمې پر مهال د مدافع وکیل حضور ته اړتیا نشته دی. هغوی د عدالت په نظام باندې باور نلري، خو په شدت سره د شریعت د قوانینو څخه خپل تفسیر چې د رسمي او حقوقي زده کړو پرته د دیني عالمانو له خوا اداره کیږي تکیه کوي".

په دې راپور کې ویل شوي چې د مدني ټولنې مختلفو استازو افغانستان ته په عام محضر کې د فزیکي سزاګانو ستنیدلو او د هغې له ډلې دُرو وهل، اعدام، لاسونواو پښو پرې کول، سنګسار او د شکنجې د سزاګانو د نور ډولونو باندې اندیښنه ښودلې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې طالبان تورونو ته ددغسې سزاګانو په ورکولو سره د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه کوي.

طالبانو تر اوسه دې رپوټ ته غبرګون ندی ښودلی، خو پخوا یې دا ډول رپوټونه رد کړي او هغه یې «پروپاګند» او «درواغ» بللي دي.