د متحدو ایالتونو د استازو د خونې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال د پنجشنبې په ورځ جنوري ۱۱ (مرغومې۲۱) په یوې استماعیه غونډې کې وویل چې طالبانو د مرسته کېدونکو پېسو د ترلاسه کولو لپاره جعلي موسسې جوړې کړې او خپل خلک د ملګرو ملتونو په ادارو کې ځای په ځای کوي.
خو هغو امریکايي مقاماتو چې له افغانستان سره د مرسته کېدونکو پېسو څارنه کوي، استماعیه غونډې ته وویل چې دا مرستې په کلکه څارل کېږي چې د طالبانو لاسونو ته ورنشي. د دې استماعیه غونډې نوم "له وتلو څخه وروسته د افغانستان په اړه د متحدو ایالتونو د ولسمشر جوبایډن د حکومت د تګلارې ارزونه" و.
مایکل مککال وویل: "طالبان تر بل هر وخت اوس د امریکا د مالیه ورکونکو له مرستو څخه ډېره ګټه اخلي. هغوی له نادولتي سازمانونو څخه غلاوې کوي چې خپل جنګیالي شتمن او خپل قدرت غښتلی کړی." نوموړي وویل چې طالبان له غیر دولتي ادارو څخه پېسې غواړي.
خو د اسیا لپاره د نړیوالو پراختیايي چارو د ادارې مرستیال مایکل شفر وویل: "موږ د مرستو په تحویلولو کې د انحراف او مداخلې د هڅو په اړه ډېر ځېر یو. په نړیوالو چارو کې د متحدو ایالتونو پراختیایي اداره د امریکایي مالیه ورکوونکو د ډالرو د ناظرې په توګه خپله دنده فوق العاده جدي ګڼي."
د طالبانو د مالیې وزارت مخکې امریکا غږ ته ویلي وو چې نړیوالې ټولنې دا نقدي مرستې افغانستان ته انتقالوي او هغوی یې په لګولو کې هېڅ ونډه نه لري.
تر دې وړاندې د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د متحدو ایالتونو سرمفتش په یو لیک کې ویلي وو چې په سویس کې د امانت صندوق له لوري د افغانستان د ۳.۵ میلیارد ډالرو په اړه د هغوی پوښتنو ته ځواب ورکړل شوی نه دی. سیګار کانګرس ته ویلي چې د دغه صندوق له ایجاد څخه یو کال وروسته هم افغانانو له دغو پېسو څخه هېڅ ګټه پورته کړې نه ده.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس، په ۲۰۲۴ کال کې به په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیون خلک بشري مرستو ته ضرورت ولري چې وپايي.
تروریستي ډلې
د کانګرس بل غړي جو ویلسن په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د موجودیت په اړه خبرې وکړې او د افغانستان لپاره یې د امریکا ځانګړي استازي تامس ویست ته په خطاب کې وویل چې له افغانستان څخه د امریکا له وتلو وروسته هلته د ترهګرو ډلو د موجودیت راپورونه خپاره شوي دي.
هغه تام ویست وپوښت: "ایا د پېژندل شویو ترهګرو ډلو او د هغوی د څانګو په اړه ارزونه لری؟... پوهېږو چې هغوی نومونه بدلوي. څومره ډلې هلته شته.... ځینې یې د طالبانو ملاتړي دي او یو شمېر نورې یې نه دي، خو ټولې یې خپل اهداف لري."
تامس ویست یې په ځواب کې وویل: "موږ چې د کومې ډلې په اړه اندېښنه لرو، د داعش-خراسان ډله ده. د جمهوریت تر سقوط مخکې وروستیو ورځو کې طالبانو د زندان دروازې پرانیستې او تقریبآ د داعش-خراسان ۱۸۰۰ جنیګالي یې پرېښودل." ویست وویل چې دغه جنګیالي بېرته له خپلو ډلو سره یو ځای شوي او په ۲۰۲۲ کې یې د ولسي خلکو په ضد ویجاړوونکي بریدونه پيل کړل او دا ډله په امریکا او نورو هېوادونو کې هم د بریدونو هوډ لري.
هغه د پاکستاني طالبانو د موجودیت په اړه هم اندېښنه وښوده او ویې ویل: "زموږ د علایقو او د سیمې او پاکستان د ثبات لپاره، باید په افغانستان کې دننه د دغې ډلې د ځپلو لپاره د مشترکو هڅو په اړه هیله من واوسو." ده وویل چې د القاعده ډله په ډېرې ټېټې کچې فعالیت کوي.
د افغان ښځو وضعیت
د استازو د خونې په استماعیه غونډې کې بلې غړې ګیتي مننګ وویل: "موږ باید د طالبانو د ظالمانه پرېکړو د لغوه کولو لپاره خپلې هڅې دوه برابرې کړو او د افغان ښځو او نجونو راتلونکې خوندي کړو."
هغه وویل چې طالبان له ښځو او نجونو سره د شخصي ملکیت په توګه چلند کوي او د طالبانو محدودیتونه د افغان ښځو د روانې او روحي رنځ سبب شوي دي.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې له بیا واکمن کېدو وروسته په افغان ښځو او نجونو باندې یو لړ کلک بندیزونه ولګول او تر شپږم ټولګي ورپورته یې زده کړې بندې کړې.
د افغانستان د ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم په دې غونډې کې ومنله چې په افغان ښځو کې روانې ستونزې او کړاوونه زیات شوي دي.
نوموړې وویل چې د طالبانو دا تګلارې یې غندلې او نړیواله ټولنه یې یو موټې کړې ده چې طالبانو ته واضحه کړي تر څو پورې چې بشري حقونه نقض کوي، د چارو د عادي کېدو لپاره به کوم ګام وانخیستل شي او طالبان به په نړیوالې ټولنې کې منفور وي.
د نړیوالې ټولنې د غندنو او غوښتنو سره سره، طالبانو د افغان ښځو او نجونو په اړه خپلې تګلارې بدلې کړې نه دي او دا کار دوی د افغانستان د اخلي مسئله ګڼي. طالبانو ویلي وو چې د نجونو په زده کړو بندیزونه د لږ وخت لپاره دي، خو دوه کاله ووتل مګر دا بندیزونه لېرې نه شول.