عباس ستانکزي ایران ته: پر افغان کډوالو 'ترحم او شفقت' وکړئ

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزی وايي چې په ایران کې افغان کډوال له زیاتو ستونزو سره مخامخ دي‌ او له ایراني چارواکو څخه یې غوښتي چې پر افغان کډوالو "ترحم او شفقت" وکړي.

ستانکزي د یکشنبې په ورځ‌ اکتوبر ۱۳ (تلې ۲۲) په کابل کې یوې غونډې ته د وینا په وخت وویل چې په ایران کې یو شمېر رسنۍ او افراد د افغان کډوالو په خلاف ناسم معلومات خپروي او خلک لمسوي.

هغه وویل چې دا کار په ایران کې د افغان کډوالو د ځورولو لپاره ترسره کېږي او زیاته یې کړه:‌ "زموږ غوښتنه د ایران له حکومت او رهبرۍ نه دا ده چې هغوی دې ترحم نه کار واخلي،‌ د اسلامي شفقت او ورورګلوۍ نه کار واخلي او د ګاونډیتوب حقوق دې رعایت کړي."

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي‌ مرستیال په وینا په ایران کې افغان کډوال د ایران حکومت د "اوږو بار نه دي" او هلته په مختلفو برخو کې کار کوي او د "همدوی له برکته نن ایران اباد" دی.

عباس ستانکزي وویل چې په ایران کې افغان کډوال زیاتره کارګران دي او د ایران حکومت چې د دوی احسان نه مني نو ورسره ناسم چلند هم ونکړي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې اوسمهال په ایران کې ۴.۵ میلیونه افغان کډوال مېشت دي چې یو شمېر یې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

ایراني چارواکو ویلي چې د ۱۴۰۳ لمریز کال تر پایه به له ایران څخه تر دوه میلیونه غیر قانوني کډوال وباسي.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې د ایران د پولیسو عمومي قوماندان احمدرضا رادان ویلي تر اوسه یې څه باندې ۷۵۰ زره غیر قانوني کډوال له ایران څخه ایستلي دي.

د ایران د پولیسو دغه چارواکي ویلي‌ چې له ایراني‌ وګړو څخه یې غوښتي چې غیرقانوني کډوالو ته کورونه په کرایې ورنکړي او دغه راز د کار زمینه هم ورته برابره نکړي.

دغه ایراني چارواکي د کوم هیواد د وګړو نوم نه دی اخیستی، خو دمخه ایراني رسنیو ویلي و چې په ایران کې د بهرنیو وګړو د ټول شمیر ۹۰ فیصده یې افغانان دي.

ددې دمخه د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني ویلي وو چې ایران له دې زیات د افغان کډوالو ظرفیت نلري او له ایران څخه د غیرقانوني افغان کډوالو ایستل د هغوی د حکومت په لومړیتوبونو کې ځای لري.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د اکتوبر د روانې میاشتې په سر کې په یو راپور کې ویلي چې یوازې د روان ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په میاشت کې له ایران څخه افغانستان ته ۲۳۰ زره افغانان ستانه شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د شمیرو له مخې له ایران څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغانانو ۵۰ فیصده یې په خپله خوښه او ۴۳ فیصده یې د هغوی د رضا پر خلاف له دغه هیواد څخه شړل شوي دي.

له دې وړاندې دغه سازمان په یو راپور کې ویلي و چې د روان ۲۰۲۴ کال د اګست د میاشتې په وروستۍ اونۍ کې څه باندې ۶۸زره افغانان له خپل هیواد څخه ایران ته کډوال شوي دي.