افغانستان او پاکستان کې افسوسناکې کیسې؛ ولې باید ماشومانو ته د پولیو واکسین وشي؟

Afghanistan

د پولیو ویروس په اړه ناسمو معلوماتو او غیر واقعي حکایتونو په افغانستان او پاکستان کې د دغه ویروس د موجودیت او پاتې کېدو لامل شوي‌ او ډېر ماشومان یې فلج کړي ‌دي.

په روان کال کې، د پولیو په ضد کمپاینونو سره سره، بیا هم په افغانستان او پاکستان کې دغه ویروس شاوخوا ۵۰ ماشومان فلج کړي.

حفصه هغه شپږ کلنه پاکستانۍ ده چې په وخت سره د پولیو ویروس ضد واکسین ورته ونه شوه او فلجه شوه، پلار او مور یې نه غوښتل هغې ته دا واکسین وشي.

د هغې تره محمد سلمان وايي‌ اوس پښیمان دي چې ولې یې حفصه په وخت واکسین کړې نه وه، په تېره بیا هغه وخت ډېر خپه شي چې نور ماشومان وویني ‌لوبې کوي‌ او حفصه په یوې ګوښې کې ناسته وي.

هغه وویل: «دلته خلک وايي چې د پولیو څاڅکي خطر لري او موږ له همدې کبله هغه له واکسین کوونکو څخه پټه کړه. برخلیک به همداسې و او اوس د حفصې پښې کار نه کوي.»

سلمان وویل چې د پولیو واکسین ډېرې ګټې لري او باید کورنۍ د هغه په خبره خپل ماشومان واکسین او له فلج کېدو څخه وژغوري.

د پولیو واکسین په اړه ناسمو معلوماتو او غیر واقعي‌ کېسو له کبله په افغانستان او پاکستان کې زرګونه کورنۍ نه غواړي ماشومان یې واکسین شي.

د بلوچستان په ایالت کې د پولیو د عاجل مرکز مشر ډاکټر افتاب احمد وویل: «هغه ماشومان، چې موږ یې په اړه راپورونه ورکړي، ټول یې د پولیو واکسین د کمپاین په وخت کې پټ کړل شوي. میندې او پلرونه خپل ماشومان پټوي او وايي‌ چې ماشومان یې کور کې نه شته.»

د بلوچستان د روغتیا ریاست راپور ورکړی چې دغلته د پولیو واکسین په تېر کمپاین کې ۵۰۰۰ کورنیو نه دي پرېښي چې ماشومان یې واکسین شي.

عبدالله، چې د ډار له کبله نه غواړي پوره نوم یې واخیستل شي، وویل: «موږ اورېدلي هغه ماشومانو ته چې واکسین کېږي، په اینده کې به عقیم (بې اولاده) شي. همدغه راز اورېدلي مو دي چې د پولیو واکسین معلولیت پیدا کوي. موږ د واکسین کمپاین کوونکو ته اجازه ورکوو چې کورونه مو په نښه کړي، خو نه پرېږدو چې ماشومان مو واکسین کړي.»
واکسین کوونکي ټول هغه کورونه،‌ چې ماشومان په کې واکسین شوي، په نښه کوي. د بلوچستان د روغتیا مقامات وايي چې چې د پولیو ځنیو واکسین کوونکو، چې ماشومان یې واکسین کړي نه دي، داسې ښکاره کوي چې ماشومان یې واکسین کړي. وايي له همدې کبله یې ۷۰ تنه واکسین کوونکي له دندو شړلي دي.

د پولیو یو واکسین کوونکی عبدالرزاق وايي چې ځینې کورنۍ د دیني اندېښنو له کبله نه غواړي چې ماشومان یې واکسین شي. هغه وویل: «ځینې خلک شته چې په دیني لحاظ د واکسین په اړه شک لري او پوښتنې کوي چې دا واکسین چېرته او څنګه تولید شوی او ماشومانو ته یې څنګه کېږي. ځینې نور بیا د طب د علم په اړه اندېښنه لري.»

دا ستونزې یوازې په پاکستان کې نه دي، په افغانستان کې هم شته. راز محمد،‌ چې اوس په ننګرهار کې خياطي کوي، پولیو په ماشومتوب کې فلج کړی دی.

هغه د خپلې کورنۍ د ۱۰ کسانو نفقه ګټونکی دی، خو د پښو د کمزورتیا له کبله نه شي کولای چې په پښو باندې د خیاطۍ ماشین وڅرخوي.

راز محمد امریکا غږ ته وویل: «نړیوالې ټولنې د پولیو واکسین تائید کړی دی. دا یو مهم کار دی او باید تطبیق شي. خلک باید د واکسین کوونکو د رد کولو په ځای،‌ له هغوی سره مرسته وکړي.»

په روان میلادي کار کې تر دې دمه په افغانستان ۱۸ او په پاکستان کې ۳۰ ماشومان د پولیو له کبله فلج شوي‌ دي.