د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې په پولیو ویروس اخته ماشومانو شمېر ۳۲ تنو ته ورسېد


په پاکستان کې په تېر ۲۰۲۳ کال کې د ماشومانو د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې څلور یې په خیبر پښتونخوا ايالت او دوه يې په سیند ايالت کې وې.
په پاکستان کې په تېر ۲۰۲۳ کال کې د ماشومانو د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې څلور یې په خیبر پښتونخوا ايالت او دوه يې په سیند ايالت کې وې.

د پاکستان د پولیو مخنیوي اداره وايي چې د اکتوبر پراتمه نېټه (تله ۱۷) د دغه هېواد په خيبر پښتونخوا ايالت کې يو او په سيند ايالت کې درې نور ماشومان پوليو يا ګوزڼ وهلي دي چې ورسره په دغه هیواد کې په روان ۲۰۲۴ کال کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر ۳۲ ته رسېدلی دی.

د روغتیا ملي اداره وايي چې روان ۲۰۲۴ کال کې د پولیو تر ټولو زیاتې، یعنې ۱۶ پېښې په بلوچستان کې ثبت شوې دي. له دې پرته د ګوزڼ ۱۰ پېښې په سیند ايالت، څلور په خیبر پښتونخوا او يوه، يوه پېښه په پنجاب ايالت او پلازمېنې اسلام اباد کې ثبت شوې ده.

په پاکستان کې په وروستيو کې په سرعت سره د پوليو د مثبتو پېښو کې زياتوالي روغتياپالان اندېښمن کړي دي.

په پاکستان کې په تېر ۲۰۲۳ کال کې د ماشومانو د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې څلور یې په خیبر پښتونخوا ايالت او دوه يې په سیند ايالت کې وې.

تر دې وړاندې، په پاکستان کې په ۲۰۲۲ کال کې۲۰، په ۲۰۲۱ کال کې یوه او په ۲۰۲۰ کال کې د پولیو ۸۴ پېښې ثبت شوې وې.

په پاکستان کې د روغتیا ملي ادارې په وروستیو میاشتو کې په خپلو بېلابېلو راپورونو کې ویلي دي چې تر اوسه یې د دغه هېواد د ۳۹ ولسواليو د ناولو اوبو په ۱۵۳ نمونو کې د پولیو ویروس محیطي موندلی دی.

د پولیو د له منځه وړلو لپاره د پاکستان د لومړي وزیر استازې عایشې رضا فاروق ويلي دي چې دا ډېر "ويجاړوونکی" حالت دی چې ګڼ ماشومان د واکسین د فرصتونو له لاسه ورکولو له پایلې سره مخامخ دي.

نوموړي زياته کړه: "د پوليو د کارکوونکو له خوا ستاسو پر دروازې هر ټک ستاسو د ماشومانو لپاره د سالم راتلونکي هيله راوړي. مهرباني وکړئ له دوی سره همکاري وکړئ او خپل ماشومان د واکسین لپاره راوباسئ."

هغې اعلان وکړ چې په پاکستان کې به د پولیو د مخنيوي راتلونکی کمپاین د اکتوبر پر ۲۸مه پيلوي او واکسيناتوران به هغو کورنيو ته هم ځان رسوي چې کډوالې شوې وي يا زيات ګرځنده وي، چې دا ډول ټول ماشومان له دغه پراخېدونکي خطر څخه وژغورل شي. نوموړې زياته کړه چې د دې کمپاين پر مهال به له ۴۵ ميليونه زياتو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول کېږي.

عايشې فاروق ويل: "دا زړه بوږنوونکې خبره ده چې پاکستاني ماشومان اوس هم د یوې داسې ناروغۍ له ګواښ سره مخامخ دي چې د پولیو واکسین په مرسته یې په اسانۍ سره یې مخه نیول کېدای شي."

نوموړې زياته کړه: "که یو ماشوم د پولیو له امله اغېزمن شي، د دې معنی دا ده چې د هغه شاوخوا سلګونه ماشومان د دې ویروس خاموش لېږدونکي کېدای شي. په پاکستان کې تر هغه وخته هیڅ ماشوم په هیڅ ځای کې خوندي نه دی تر څو چې په دغه هېواد کې ټول ماشومان په مکرر ډول واکسین نه شي او دغه واکسين د محافظت يو داسې دېوال جوړ کړي چې د ويروس مخنيوی وکړي."

په پاکستان کې د سپټمبر پر ۱۳ (وږي ۲۳) د پولیو د مخنیوي لپاره د پیل شوي پنځه ورځني کمپاين پر مهال د دغه هېواد په ۱۱۵ ولسواليو کې تر پنځو کلونو کم عمر لرونکو شاوخوا ۳۳ ميليونه ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړل شول.

په پاکستان کې د پولیو د له منځه وړلو د بیړنیو عملیاتو د ملي مرکز مشر محمد انوار الحق وايي چې د پولیو پروګرام ژمن دی چې هغه "تشې او ننګونې" په ګوته او حل کړي چې په دې لړ کې د پرمختګ مخه نیسي.

نوموړی زياتوي: "د پوليو ویروس موږ ته راښیې چې د مدافعت تشې چيرته شته او په تېرو وختونو کې په کومو سيمو کې زموږ څخه ماشومان له واکسين څخه پاتې شوې دي. دا زموږ لپاره اړینه ده چې د مدافعت دا تشې ډکې کړو."

په خيبر پښتونخوا ايالت کې د پوليو د مخنيوي پروګرام مرستيال ذيشان خان وايي چې د ميندو او پلرونو لخوا ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي نه ورکول، افغانستان ته تګ راتګ، د کمپاين پر مهال د پوليو له واکسيني ډلو څخه د ځينو ماشومانو پاتې کېدل او پر يو وخت ټولو ماشومانو ته د پوليو د مخنيوي څاڅکي نه ورکول ځينې هغه لاملونه دي چې له امله يې پوليو ويروس په بشپړ ډول له منځه نه دی تللی.

نوموړی زياتوي: "که ماشومانو ته څلور او پنځه ځلې په پرلپسې توګه د پوليو د مخنيوي څاڅکي ورکړل شي نو د هغوی قوت مدافعت به قوي شي او ويروس به اغېز نه ورباندې کوي او دا ډول به ويروس ختم شي. يوازې په پېښور کې د هر کمپاين پر مهال پنځه يا شپږ زره داسې ماشومان له پوليو ضد څاڅکو پاتېږي چې ميندې او پلرونه يې انکاري وي. پر دې سربېره که ماشومان ناروغه وي او نس ناستی ولري نو بيا هم څاڅکي تاثير نه ورباندې کوي."

بلخوا د پوليو د مخنيوي نړيوال نوښت په خپل راپور کې ويلي چې په افغانستان کې په روان ۲۰۲۴ کال کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر ۲۲ ته رسېدلی دی. په افغانستان کې تېر کال شپږ ماشومان ګوزڼ وهلي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.

د پوليو د مخنيوي نړيوال نوښت زياته کړې ده چې تېره اونۍ يې د کندهار او هلمند په چاپيريال کې د پوليو ويروس درې محيطې نمونې موندلې دي. دغه نړيوال نوښت تېره مياشت ويلي وو چې په اګست مياشت کې يې د کابل، کندهار او هلمند په چاپيريال کې د پوليو ويروس پنځه محيطې نمونې موندلې وې.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې په سپټمبر میاشت کې چې د ماشومانو د ګوزڼ ویروس پر ضد کوم کمپاین په پام کې وو، د هغه کمپاین د پلي کېدو د بڼې پر سر د طالبانو د حکومت د مخالفت له امله لا تر اوسه نه دی پیل شوی او د کمپاین د پیلېدو لپاره کومه نوې نیټه هم نه ده ټاکل شوې.

دا مهال په نړۍ کۍ افغانستان او پاکستان يوازينې دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو ویروس په کې شته او ماشومان ترې اغیزمن کېږي.

روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله موادو کې یې له بدن څخه خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکې لاندې د اوبو زېرمو کې سرایت کوي.

روغتیاپالان زياتوي چې پوليو يوه ويروسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان له دغې ناروغۍ څخه وژغوري. هغوی ټینګار کوي چې اړینه ده چې تر پنځو کلونو پورې عمر لرونکي ټول ماشومان باید هر ځل د پولیو د کمپاين پر مهال واکسین شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG