د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې سږ کال د پوليو د مثبتو پېښو شمېر ۲۲ ته رسېدلی


د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې طالبانو په افغانستان کې د سپټمبر په میاشت کې چې د ماشومانو د ګوزڼ ویروس پر ضد د کمپاین په پلي کیدو بندیز لګولی دی.،
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې طالبانو په افغانستان کې د سپټمبر په میاشت کې چې د ماشومانو د ګوزڼ ویروس پر ضد د کمپاین په پلي کیدو بندیز لګولی دی.،

د پوليو د مخنيوي نړيوال نوښت په خپل تازه راپور کې ويلي چې روانه اونۍ د افغانستان په کندهار او هلمند ولايتونو کې درې نور ماشومان په پوليو يا ګوزڼ ويروس اخته شوي دي.

دغه نوښت د اکتوبر پر دويمه (تله ۱۱) په راپور کې زياته کړې چې په دې سره په افغانستان کې په روان ۲۰۲۴ کال کې تراوسه د پوليو د مثبتو پېښو شمېر ۲۲ ته رسېدلی دی.

په افغانستان کې تېر کال شپږ ماشومان ګوزڼ وهلي وو چې ټول یې د ننګرهار ولایت وو.

د پوليو د مخنيوي نړيوال نوښت زياته کړې ده چې روانه اونۍ يې د کندهار او هلمند په چاپيريال کې د پوليو ويروس درې محيطې نمونې موندلې دي. دغه نړيوال نوښت تېره مياشت ويلي وو چې په اګست مياشت کې يې د کابل، کندهار او هلمند په چاپيريال کې د پوليو ويروس پنځه محيطې نمونې موندلې وې.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې د سپټمبر په روانه میاشت کې چې د ماشومانو د ګوزڼ ویروس پر ضد کوم کمپاین په پام کې وو، د هغه کمپاین د پلي کېدو د بڼې پر سر د طالبانو د حکومت د مخالفت له امله لا تر اوسه نه دی پیل شوی او د کمپاین د پیلېدو لپاره کومه نوې نیټه هم نه ده ټاکل شوې.

روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله موادو کې یې له بدن څخه خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکې لاندې د اوبو زېرمو ته سرایت کوي.

روغتیاپالان زياتوي چې پوليو يوه ويروسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان له دغې ناروغۍ څخه وژغوري. هغوی ټینګار کوي چې اړینه ده چې تر پنځو کلونو پورې عمر لرونکي ټول ماشومان باید هر ځل د پولیو د کمپاين پر مهال واکسین شي.

دا مهال په نړۍ کۍ افغانستان او پاکستان يوازينې دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو ویروس په کې شته او ماشومان ترې اغیزمن کېږي.

د پاکستان د پولیو مخنیوي اداره وايي چې په دغه هېواد کې په روان ۲۰۲۴ کال کې تراوسه د پوليو د مثبتو پېښو شمېر ۲۶ ته رسېدلی دی.

دغې ادارې ویلي چې روان ۲۰۲۴ کال کې د پولیو تر ټولو زیاتې، یعنې ۱۵ پېښې په بلوچستان کې ثبت شوې دي. له دې سربیره د ګوزڼ اووه پېښې په سیند ايالت، دوې په خیبر پښتونخوا او يوه، يوه پېښه په پنجاب ايالت او پلازمېنې اسلام اباد کې ثبت شوې ده.

په تېر ۲۰۲۳ کال کې په پاکستان کې د ماشومانو د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې څلور یې په خیبر پښتونخوا ايالت او دوه يې په سیند ايالت کې وې.

تر دې وړاندې، په پاکستان کې په ۲۰۲۲ کال کې۲۰، په ۲۰۲۱ کال کې یوه او په ۲۰۲۰ کال کې د پولیو ۸۴ پېښې ثبت شوې وې.

په پاکستان کې د روغتیا ملي ادارې په وروستیو میاشتو کې په خپلو بېلابېلو راپورونو کې ویلي دي چې تر اوسه یې د دغه هېواد د ۳۹ ولسواليو د ناولو اوبو په ۱۵۳ محیطي نمونو کې د پولیو ویروس موندلی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG