د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې څلور نور ماشومان پر پولیو ناروغۍ اخته شوي


د روغتيا ملي ادارې د اکتوبر پر ۱۸ په یو بيان کې ويلي چې تازه ماشومانو د ګوزڼ په ناروغۍ په اخته شویو ماشومانو کې درې د بلوچستان ايالت او يو د خيبر پښتونخوا ايالت اوسیدونکي دی.
د روغتيا ملي ادارې د اکتوبر پر ۱۸ په یو بيان کې ويلي چې تازه ماشومانو د ګوزڼ په ناروغۍ په اخته شویو ماشومانو کې درې د بلوچستان ايالت او يو د خيبر پښتونخوا ايالت اوسیدونکي دی.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د روغتيا په ملي اداره کې د پوليو ځانګړي لابراتوار د څلورو ماشومانو په وينه کې د پوليو ويروس تصديق کړی دی، ورسره په دغه هیواد کې د پولیو د مثبتو پیښو شمیر په روان ۲۰۲۴ کال کې تراوسه ۳۷ ته رسیدلی دی.

د روغتيا ملي ادارې د اکتوبر پر ۱۸ (تلې ۲۷) پر خپله وېبپاڼه په خپور شوي بيان کې ويلي چې ګوزڼ وهلو ماشومانو کې درې د بلوچستان ايالت او يو د خيبر پښتونخوا ايالت اوسیدونکي دی.

بيان کې راغلي، په بلوچستان کې اغېزمن شويو دريو ماشومانو کې د پښین ولسوالۍ یوه ماشومه ده چې د سپټمبر پر ۲۵ (تلې ۴) يې په بدن کې د پوليو نښې ښکاره شوې. بل خوا د چمن ولسوالۍ په يو ماشوم کې د سپټمبر پر ۲۸ (تلې ۷) او د نوشکي ولسوالۍ په يو ماشوم کې بيا د سپټمبر پر ۲۶ (تلې ۵) د ګوزڼ نښې ښکاره شوې دي.

پر دې سربېره د خيبر پښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې په يوې ماشومې کې د سپټمبر پر ۲۹ (تلې ۸) د پوليود ناروغۍ نښې ښکاره شوې وې.

له دې څلورو نويو پېښو سره په روان ۲۰۲۴ کال کې په پاکستان کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر ۳۷ ته رسېدلی دی، چې ۲۰ يې په بلوچستان ايالت، ۱۰ يې په سيند ايالت، پنځه يې په خيبر پښتونخوا ايالت او يوه، يوه پېښه په پنجاب ايالت او پلازمېنې اسلام اباد کې ثبت شوې ده.

په پاکستان کې په دا وروستيو کې په سرعت سره د پوليو د مثبتو پېښو زياتوالي روغتياپالان اندېښمن کړي دي.

په دغه هېواد کې په تېر ۲۰۲۳ کال کې د ماشومانو د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې څلور یې په خیبر پښتونخوا ايالت او دوه يې په سیند ايالت کې وې.

تر دې وړاندې په پاکستان کې په ۲۰۲۲ کال کې۲۰، په ۲۰۲۱ کال کې یوه او په ۲۰۲۰ کال کې د پولیو ۸۴ پېښې ثبت شوې وې.

په پاکستان کې د روغتیا ملي ادارې په وروستیو میاشتو کې په خپلو بېلابېلو راپورونو کې ویلي دي چې تر اوسه یې د دغه هېواد د ۳۹ ولسواليو د ناولو اوبو په ۱۵۳ نمونو کې د پولیو ویروس موندلی دی.

د پولیو د له منځه وړلو لپاره د پاکستان د صدراعظم استازې عایشې رضا فاروق ويلي دي چې په دغه هېواد کې به د پولیو د مخنيوي راتلونکی کمپاین د اکتوبر پر ۲۸مه پيلوي او واکسيناتوران به هغو کورنيو ته هم ځان رسوي چې کډوالې شوې وي يا زياتې ګرځنده وي، چې دا ډول ټول ماشومان له دغه پراخېدونکي خطر څخه وژغورل شي. نوموړې زياته کړې ده چې د دې کمپاين پر مهال به له ۴۵ ميليونه زياتو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول کېږي.

ډاکټر عايشه وايي: "د پوليو د کارکوونکو له خوا ستاسو پر دروازې هر ټک ستاسو د ماشومانو لپاره د سالم راتلونکي هيله راوړي. مهرباني وکړئ له دوی سره همکاري وکړئ او خپل ماشومان د واکسین لپاره راوباسئ."

د هغې په وينا، دا "زړه بوږنوونکې" خبره ده چې پاکستاني ماشومان اوس هم د یوې داسې ناروغۍ له ګواښ سره مخامخ دي چې د پولیو واکسین په مرسته یې په اسانۍ سره مخه نیول کېدای شي.

نوموړې زياته کړه: "که یو ماشوم د پولیو له امله اغېزمن شي، د دې معنی دا ده چې د هغه شاوخوا سلګونه ماشومان د دې ویروس خاموش لېږدونکي کېدای شي. په پاکستان کې تر هغه وخته هیڅ ماشوم په هیڅ ځای کې خوندي نه دی تر څو چې په دغه هېواد کې ټول ماشومان په مکرر ډول واکسین نه شي او دغه واکسين د محافظت يو داسې دېوال جوړ کړي چې د ويروس مخنيوی وکړي."

په پاکستان کې د سپټمبر پر ۱۳ (وږي ۲۳) د پولیو د مخنیوي لپاره د پیل شوي پنځه ورځني کمپاين پر مهال د دغه هېواد په ۱۱۵ ولسواليو کې تر پنځو کلونو کم عمر لرونکو شاوخوا ۳۳ ميليونه ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړل شول.

په پاکستان کې د پولیو د له منځه وړلو د بیړنیو عملیاتو د ملي مرکز مشر محمد انوار الحق وايي چې د پولیو پروګرام ژمن دی چې هغه "تشې او ننګونې" په ګوته او حل کړي چې په دې لړ کې د پرمختګ مخه نیسي.

نوموړی زياتوي: "د پوليو ویروس موږ ته راښیې چې د مدافعت تشې چيرته شته او په تېرو وختونو کې په کومو سيمو کې زموږ څخه ماشومان له واکسينه پاتې شوې دي. دا زموږ لپاره اړینه ده چې د مدافعت دا تشې ډکې کړو."

په خيبر پښتونخوا ايالت کې د پوليو د مخنيوي پروګرام مرستيال ذيشان خان وايي چې د ميندو او پلرونو لخوا ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي نه ورکول، له افغانستان سره پر پوله تګ راتګ، د کمپاين پر مهال د پوليو له واکسيني ډلو څخه د ځينو ماشومانو پاتې کېدل او پر يو وخت ټولو ماشومانو ته د پوليو د مخنيوي څاڅکي نه ورکول ځينې هغه لاملونه دي چې له امله يې پوليو ويروس په بشپړ ډول له منځه نه دی تللی.

نوموړی زياتوي: "که ماشومانو ته څلور او پنځه ځلې په پرلپسې توګه د پوليو د مخنيوي څاڅکي ورکړل شي نو د هغوی قوت مدافعت به قوي شي او ويروس به اغېز نه ورباندې کوي او دا ډول به ويروس ختم شي. يوازې په پېښور کې د هر کمپاين پر مهال پنځه يا شپږ زره داسې ماشومان له پوليو ضد څاڅکو پاتېږي چې ميندې او پلرونه يې انکاري وي. پر دې سربېره که ماشومان ناروغه وي او نس ناستی ولري نو بيا هم څاڅکي تاثير نه ورباندې کوي."

بلخوا د پوليو د مخنيوي نړيوال نوښت په خپل راپور کې ويلي چې په افغانستان کې په روان ۲۰۲۴ کال کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر ۲۲ ته رسېدلی دی. په افغانستان کې تېر کال شپږ ماشومان ګوزڼ وهلي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.

د پوليو د مخنيوي نړيوال نوښت زياته کړې ده چې د کندهار او هلمند په چاپيريال کې د پوليو ويروس درې محيطې نمونې موندلې دي. دغه نړيوال نوښت تېره مياشت ويلي وو چې په اګست مياشت کې يې د کابل، کندهار او هلمند په چاپيريال کې د پوليو ويروس پنځه محيطې نمونې موندلې وې.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې په سپټمبر میاشت کې چې د ماشومانو د ګوزڼ ویروس پر ضد کوم کمپاین په پام کې وو، د هغه کمپاین د پلي کېدو د بڼې پر سر د طالبانو د حکومت د مخالفت له امله لا تر اوسه نه دی پیل شوی او د کمپاین د پیلېدو لپاره کومه نوې نیټه هم نه ده ټاکل شوې.

دا مهال په نړۍ کۍ افغانستان او پاکستان يوازينې دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو ویروس په کې شته او ماشومان ترې اغیزمن کېږي.

روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله موادو کې یې له بدن څخه خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکې لاندې د اوبو زېرمو کې سرایت کوي.

روغتیاپالان زياتوي چې پوليو يوه ويروسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان له دغې ناروغۍ څخه وژغوري. هغوی ټینګار کوي چې اړینه ده چې تر پنځو کلونو پورې عمر لرونکي ټول ماشومان باید هر ځل د پولیو د کمپاين پر مهال واکسین شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG