د لاس رسي وړ اتصالات

زیلینسکي: د روسیې د ځواکونو پر ضد ځوابي عملیات روان دي 


د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د شنبې په ورځ جون لسمه (غبرګولي ۲۰) وویل چې د روسیې د ځواکونو پر ضد ځوابي عملیات روان دي، خو د نورږ جزیاتو له ورکولو یې ډډه وکړه.

زیلینسکي په کیف کې د کاناډا له صدراعظم جسټین ټروډو سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې وویل: "په اوکراین کې ځوابي عملیات دفاعي اقدامات روان دي. دا چې په کوم پړاو کې دي، زه پرې په تفصیل خبرې نه کوم."

د یو خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ادعا کوي چې د کیف ځوابي عملیات چې د اوږدې مودې راهیسې یې تمه کیدله لا دمخه ناکام شوی، ښاغلي زیلینسکي وویل: "څه چې پوتین زموږ د مقابلې په اړه وایي په زړه پورې دي. دا مهمه ده چې روسیه تل ددې احساس کوي. زما په نظر، دوی ډیر وخت نه لري."

زیلینسکي د یاد خبریال د پوښتنې په دوام زیاته کړه چې، هره ورځ د وسله والو ځواکونو د مشر والیري زالوزني په ګډون له پوځي قوماندانانو سره په تماس کې دی او "ټول مثبت دي - پوتین ته ووایه!"

پوتین په یوه ویډیو مرکه کې چې په ټیلیګرام د یو روسي خبریال لخوا خپره شوې ویلي: "موږ په یقین سره ویلای شو چې د اوکرایني برید پیل شوی دی." خو په وینا یې اوکرایني ځواکونه د جګړې په هره برخه کې خپلو موخو ته نه دي رسېدلي.

پوتین وویل چې "جګړه د پنځه ورځو راهیسې دوام لري، چې پرون او بله ورځ سخته جګړه وه."

هغه وویل چې اوکرایني ځواکونو ته "د پام وړ زیان" اوښتی خو "د کیف رژیم د برید وړتیا لاهم پاتې ده."

کیف ته د کاناډا د صدراعظم تروډو سفر

د کاناډا صدراعظم جسټین ټروډو، نن د شنبې په ورځ جون لسمه، پداسې حال کې د کیف سره د ملاتړ د څرګندولو په خاطر سفر وکړ چې اوکراین د روسي ځواکونو پر وړاندې ستر ځوابیه عملیات پیل کړي دي او د د روسیې له لورې له منظمو هوایی بریدونو سره مخ دی.

ښاغلي ټروډو په مرکزي کیف کې په یو یادګاري څلي اوکرایني پوځیانو ته د درناوي په پار د ګلانو ګیډۍ کښیښودله چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې د روس پلوه ځواکونو په جګړه کې وژل شوي دي.

د ناټو غړی هیواد کاناډا، چې له پخوا څخه په کې زیات شمیر اوکراینيان اوسیږي، د ۲۰۲۲ په فبروري کې د روسیې د یرغل راهیسې یې اوکراین سره پوځي او مالي مرستې کړې دي.

کیف ته د ټروډو نااعلان شوی سفر پداسې حال کې کیږي چې یوه شپه دمخه د اوکراین د پلازمینې بهر د اوډیسا، پولتاوا او خارکیف په ګډون په یو لړ هدفونو باندې روسیې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

د کاناډا له صدراعظم سره په دې سفر کې د هغه مرستیاله کریسټیا فریلنډ هم مل ده چې په اوکرایني ژبه هم خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG