د لاس رسي وړ اتصالات

بورل: د کاخوفکا بند نړیدل د روسیې کار دی 


د اوکراین د کاخوفکا د بند د نړیدو زیانونه
د اوکراین د کاخوفکا د بند د نړیدو زیانونه

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسوول جوزپ بوریل د جمعې په ورځ جون ۹ (غبرګولي ۱۹) وویل، ټول شواهد ښيي چې روسیې د کاخوفکا د بند په ویجاړولو کې لاس درلود.

د روسيې تر ادارې لاندې د اوکراين په اشغال شوې خاوره کې د کاخوفکا د بند له ويجاړیدو وروسته مسکو او اوکراين يو پر بل د دغې پېښې پړه اچولې ده.

بوریل د اسپانیا دولتي ټلویزیون ته وویل: "بند بمباري شوی نه دی، دا په هغه ساحه کې د چاودیدونکو توکو په واسطه ویجاړ شوی چې توربینونه په کې موقعیت لري. دا ځای د روسیې تر کنټرول لاندې دی."

هغه زیاته کړه: "زه هلته نه وم چې پوه شم دا کار چا کړی دی. خو هر څه څرګندوي چې که دا کار د روسیې تر کنټرول لاندې سیمه کې پېښ شوی، نو باور کول ګران دي چې بل چا دې دا کار کړی وي."

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ تګلارې مسول وویل: "په هر حالت کې، د اوکراین لپاره یې پایلې خورا خطرناکې دي، د بشري پلوه د کډوالو لپاره او د چاپیریال له نظره، ځکه چې د بند ویجاړیدل به د چاپیریال د ناورین سبب شي."

د کاخوفکا بند د سه شنبې په ورځ ونړید، په زرګونو خلک یې د خپلو کورونو پریښودو ته اړ کړل او په لسګونو کلي او ښارونه تر اوبو لاندې شول.

ولادیمیر سالډو، د مسکو لخوا ټاکل شوي د خرسون سیمې لوی اداري رئیس په ټیلیګرام کې وویل: "له بده مرغه، تلفات شته ... د دوی شمیر اتو ته رسیدلی،" هغه زياته کړه، چې د اوبو د بند د ويجاړېدو له امله د هېواد په ١٧ ښارګوټو کې ٢٢٢٧٣ کورونه اوبو لاندې کړي او دا سېلاب به لس ورځې نور هم دوام وکړي.

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر ایګور کلیمینکو د جمعې په ورځ په ټولنیزو شبکو کې په یو پوسټ کې ویلي چې سیلاب لږ تر لږه پنځه کسان وژلي او دیارلس یې لادرکه دي.

چارواکو اعلان کړی، چې تر ۱۷ زرو زیات کسان د نیپرو سیند په اوږدو کې له خپلو کورونو ایستل شوي او د اوکراین تر کنټرول لاندې سیمو کې شاوخوا ۴۰ ښارګوټي او کلي سیلابونو لاندې کړي دي.

د کاخوفکا بند زیانمن کیدو د زرګونو کورونو تر اوبو لاندې کیدو سربیره د زپوریژیا اټومي بټۍ د خوندیتوب په اړه ویره هم رامینځته کړې. دا بند د دنیپرو سیند پر سر موقعیت لري او د دې سیند اوبه هغو زیرمو ته بهیږي چې د زاپوریژیا اټومي بټۍ د سړېدو لپاره کارول کیږي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د چهارشنبې په ورځ جون ۱۷ له خپلو روسي او اوکرایني سیالانو سره ټیلیفوني خبرې وکړې او د کاخوفکا د بند د ویجاړیدو د څیړلو لپاره یې د یو نړیوال کمیسیون د جوړولو غوښتنه وکړه.

اردوغان د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره له ټیلیفوني خبرو وروسته وویل چې: "کیدای شي د چاودنې د دقیقې څېړنې لپاره په جګړه کې د ښکیلو اړخونو، ملګرو ملتونو او د ترکیې په ګډون د نړیوالې ټولنې د کارپوهانو یو کمېسیون جوړ شي."

ښاغلي اردوغان د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره په جلا ټليفوني خبرو کې هم همدا وړانديز وکړ او وويل چې ترکيه دې دندې ته چمتو ده. اردوغان د پوتین سره په خبرو کې وویل: "هر اړخیزې پلټنې باید په داسې ډول ترسره شي چې د کاخوفکا په بند کې د چاودنې په اړه د شک لپاره هیڅ ځای پاته نشي."

XS
SM
MD
LG