د لاس رسي وړ اتصالات

سفیره ګرینفیلډ: ملګري ملتونه باید د ایران او روسیې د سرغړونو په اړه پلټنې وکړي


په ملګروملتونو د امریکا د متحده ایالاتو سفیره وايي، چې روسیې د بې پیلوټه تهاجمي الوتکو په اخیستلو سره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پریکړه لیک څخه سرغړونه کړې او ددغې ټولنې عمومي منشي باید په دې اړه پلټنې وکړي.

سفیرې لینډا توماس ګرینفیلډ د جمعې په ورځ جون نهم (جوزا ۱۹) په یو بیان کې ویلي: "د روسیې او ایران اقدامات د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک سره په ټکر کې دي، دا پریکړه لیک د امنیت شورا د دایمي غړو په ګډون ټول هیوادونه له ایران څخه د دا ډول وسلو له انتقالولو منع کوي".

میرمن ګرینفیلډ دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې د جمعې په ورځ سپینې ماڼۍ وویل، چې روسیې نه یوازې له ایران څخه بې پیلوټه الوتکې ترلاسه کړي بلکې هڅه کوي، چې د ایران په مرسته په خپله خاوره کې ددغو الوتکو تولید پیل کړي، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ژرورې پوځي همکارۍ بیلګه ده.

امریکا غږ ته په یو استول شوي بیان کې ښاغلي کربي ویلي: "موږ داسې اطلاعات لرو چې روسیه له ایران څخه په روسیه کې د ډرون الوتکو د تولید د کارخانې د جوړولو لپاره د اړتیا وړ توکي ترلاسه کوي. کیدای شي دا فابریکه به د راتلونکي کال په لومړیو کې په بشپړه توګه فعاله شي."

په ملګروملتونو کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیرې وویل: "زه د روسیې او ایران ترمنځ مخ په زیاتیدونکي پوځي همکارۍ باندې ډیره زیاته اندیښمنه یم، دا روسیې ته ددې توان ورکوي، چې د اوکراین په وړاندې خپل وحشیانه جنګ ته دوام ورکړي".

سفیرې ګرینفیلډ وویل، چې روسیې په وروستیو اونیو کې پرله پسې ډول په ایران کې د جوړو شوو ډرون الوتکو څخه په اوکراین کې په زیربناو د بریدونو، وژلو او د د ملکي وګړو ترمنځ د ویرې د خپرولو لپاره کار اخیستی دی.

واشنګټن اټکل کوي، چې روسیې له ایران څخه په سلګونو ډرون الوتکې او ددغو الوتکو اړوند تجهیزات د اوکراین په جګړه کې د کار اخیستلو لپاره ترلاسه کړي دي.

میرمن ګرینفیلډ وویل: "اوکراین، د امریکا متحده ایالاتو او نورو هیوادونو په پرله پسې ډول ملګرو ملتونو ته ددغو سرغړونو راپور ورکړی دی او ملګرو ملتونو ته یې په دې برخه کې معلومات او تحلیلونه سپارلي دي. په عاجل ډول دې ته اړتیا ده، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته لبیک ووايي او ددغو سرغړونو په اړه پلټنې وکړي. ددغو پلټنو ترسره کول کولی شي ډ ډیرو انسانانو ژوند وژغوري".

میرمن ګرینفیلډ زیاته کړه، چې د امنیت د شورا د پریکړه لیک د عملي کولو په اړه د خپلو ژمنو پر اساس او د زیانونو څخه د ملکي وګړو د ساتنې لپاره، د امریکا متحده ایالات به اوکراین او د امنیت شورا نورو غړو سره چې په دې اړه ګډې اندیښنې لري سلامشورو ته دوام ورکړي ترڅو دغسې د بې ثباتۍ د اقداماتو مخنیوی او افشا یې کړي.

د ایران د توعندیو او د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) فعالیتونه په دې تیرو کلنو کې د تهران په وړاندې د لویدیځو هیوادونو د اندیښنو تر ټولو جدي دلیلونو کې شمیرل کیدل، چې ددغو هیوادونو له خوا د ایران پر وړاندې د څو ډوله بندیزونو لامل شوي دي.

XS
SM
MD
LG