د لاس رسي وړ اتصالات

زیلینسکي: موږ به د اف-۱۶ جنګي جټ الوتکو پر مټ د روسیې پر ضد جګړه وګټو


د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي په ډنمارک کې د ایف-۱۶جنګي جټ الوتکې ترڅنګ ولاړ دی
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي په ډنمارک کې د ایف-۱۶جنګي جټ الوتکې ترڅنګ ولاړ دی

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د دوشنبې په ورځ د اګست ۲۱مه (زمري ۳۰مه) د ډنمارک په پلازمېنه کوپنهاګن کې وویل، چې کیف ته په امریکا کې د جوړو شوي ایف-۱۶ جنګي جټ جنګي الوتکو سپارل هغه ته ډاډ ورکړی چې هېواد یې کولای شي د روسیې پوځي یرغل له ماتې سره مخامخ کړي.

ډنمارک او هالنډ پرون، یکشنبې (اګست ۲۰مه) اعلان وکړ چې د ایف-۱۶ جنګي جټ جنګي الوتکو لومړۍ جوپه به اوکراین ته وسپاري.

زیلینسکي هغو زرګونو کسانو ته چې د ډنمارک د پارلمان مخې ته د هغه د وینا د اوریدلو لپاره راټول شوي وو، وویل: "نن موږ ډاډه یو چې روسیه به په دې جګړې کې ماته وخوري."

روسیې له دې مخکې خبرداری ورکړی و چې اوکراین ته د ایف-۱۶ جنګي جټ جنګي الوتکو ورکول به یوازې جګړې ته شدت ورکړي او په دې جګړه کې به لویديځ په مستقیم ډول ښکېل کړي.

د اوکراین پر ضد د روسیې د جګړې له پیل څخه په نږدې ۱۸ میاشتو کې، روسي ځواکونو د اوکراین د خاورې نږدې یو پر پنځمه برخه لاندې کړې ده او کیف د روسي ځواکونو د ایستلو لپاره سخته جګړه کې ښکیل دی.

د رویټرز خبري اژانس د ډنمارک د ریتزاوي رسنۍ په حواله په کوپنهاګن کې د روسیې سفیر ولادیمیر باربین له خولې لیکلې دي: "اوس چې ډنمارک اوکراین ته د ۱۹ ایف-۱۶ جنګي جټ الوتکو د ورکولو پرېکړه کړې ده، دغه پریکړه به د جګړې د لا زیاتېدو لامل شي."

د اوکراین پوځ د ایف-۱۶جنګي جټ الوتکو و د مهمې ونډې په اړه وویل: "دا الوتکې زموږ د ځوابي برید بریالیتوب لپاره مهمې دي، ځکه په جګړه کې به د پرمختګ پر حال زموږ د ځواکونو پر وړاندې د روسیې جنګي الوتکې د بمباریومخه نیسي."

بلخوا د اوکراین د هوايي ځواک ویاند ویلي، چې "په اسمان کې برلاسي توب په ځمکه کې د بریا کیلي ده."

په همدې حال کې د ډنمارک د دفاع وزیر ویلي، اوکراین کولای شي چې مرسته شوې ایف-۱۶جنګي جټ الوتکې یوازې په خپله خاوره کې وکاروي.

المان ینسن د دوشنبې په ورځ وویل:"موږ اوکراین ته په دې شرط وسلې ورکوو چې د دغه هېواد له خاورې څخه د دښمن د ایستلو لپاره ورڅخه کار واخیستل شي. دا زموږ شرط دی، که دا د ټانکونو، جنګي الوتکو یا بل څه مرسته وی."

ډنمارک به اوکراین ته ۱۹، ایف-۱۶ الوتکې ورکړي. بلخوا هالنډ ۴۲ ایف-۱۶الوتکې لري، خو تر اوسه یې پرېکړه نه ده کړې چې ایا غواړي ټولې او یا یوازې یو څو یې اوکراین ته ورکړي.

د اوکراین د دفاع وزیر د شنبې په ورځ وویل، چې اوکرایني پیلوټانو د ایف-۱۶ جنګي جټ الوتکو روزنه پیل کړې، خو د انجینرانو او تخنیکرانو روزنه به لږ تر لږه شپږ میاشتې وخت ونیسي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG