د لاس رسي وړ اتصالات

زیلینسکي: د ایف-۱۶ جنګي جیټ الوتکو د ورکړې پریکړه تاریخي او الهام ورکوونکې ده


هالنډ او ډنمارک ویلي چې اوکراین ته ایف-۱۶ جنګي جیټ الوتکې ورکوي.
هالنډ او ډنمارک ویلي چې اوکراین ته ایف-۱۶ جنګي جیټ الوتکې ورکوي.

د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي د ډنمارک او هالنډ هغه پریکړه تاریخي وبلله چې له مخې به یې کیف ته ایف -۱۶ امریکایۍ جنګي جیټ الوتکې ورکړل شي.

ښاغلي زیلینسکي یکشنبه اګست ۲۰ (زمري۲۹) د هالنډ د صدراعظم مارک روټ سره په ګډ خبري کنفرانس کې دې هیواد ته د جنګي جیټ الوتکو پریکړه "تاریخي، الهام ورکوونکې او قوي" وبلله او زیاته یې کړه چې دا د اوکراین لپاره یو قومي ملاتړ دی او د روزنې ماموریتونه وار د مخه پیل شوي.

هغه زیاته کړه، " دا زما لپاره ویاړ دی چې ډنمارک د هالنډ سره یو ځای ایف-۱۶ جنګي جیټ الوتکې اوکراین ته ورکوي چې د روسې څخه آزادۍ او بې منطقه تیري په مقابل کې ترې کار اخیستل کیږي".

هالنډ د هوایي ځواکونو په چوکاټ کې ۴۲ باله ایف -۱۶ امریکایۍ جیټ الوتکې لري خو تر اوسه نده څرګنده چې دا هیواد به څومره دا الوتکې اوکراین ته ورکړي خو د هالنډ صدراعظم وویل چې پدې هکله به پریکړه د متحدینو سره تر سلا مشورې وروسته وکړي.

تر هالنډ وروسته د اوکراین جمهور رئیس ډنمارک ته ولاړ او د هوایي ځواکونو په یوې اډې کې ورته د دې هیواد صدراعظمې میټ فریډریکسن ښه راغلاست ووایه.

میرمن فریډریکسن د اوکراین جمهور رئیس ته وویل چې دا هیواد به هم ۱۹ ایف-۱۶ جنګي جیټ الوتکې ورکړي.

د ډنمارک صدراعظمې وویل چې ۶ الوتکې به د روان میلادي کال تر پایه کیف ته ورکړل شي، اته به یې راتلونکې کال او پاتې پنځه به یې په ۲۰۲۵ کال کې دې هیواد ته ورکړل شي.
د اوکراین جمهور رئیس د الوتکو تر لاسه کولو وروسته په خبري کنفرانس کې وویل چې هیواد یې تر وروستي برید کوښښ کوي پدې الوتکو سره د جګړې په ډګر کې لا ښه نتیجه تر لاسه کړي او د اروپایي هیوادونو سره یې د دې الوتکو د روزنې په هکله هم خبرې کړي.


د اوکراین جمهور رئیس د څو میاشتو راپدیخوا د ایف-۱۶ جنګي جیټ الوتکو غوښتنه کوله تر څو دا هیواد پرې وکړی شي خپل هوایي ځواکونه چې تر دې دمه یې روسي وسایل کارول، لا قوي کړي او د هیواد په ختیځ کې د روسي ځواکونو پر ضد ځوابي بریدونو کې ترې کار واخلي.

ډنمارک او هالنډ وروسته تر هغه اوکراین ته د دې الوتکو د ورکولو پریکړه وکړله چې متحده ایالاتو د همدې تیرې جمعې په ورځ اوکراین ته د دې الوتکو ورکول کیدو سره موافقه وکړله.

سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا متحده ایالات د ایف-۱۶ جنګي جټ الوتکو لپاره د اوکرایني پیلوټانو روزنې ته ژمن دي او په اروپا کې د روزنې د پروګرامونو د ظرفیت له ډکېدو وروسته به په متحده ایالاتو کې د هغوی روزنه پیل شي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي د روانېاګست میاشتې په سر کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د پوځي الوتکو د ساتنې او پالنې او نورو لوژستیکي تدارکاتو لپاره د اوکرایني پیلوټانو د روزلو د بهیر چټک کول مهم دي.

هغه وویل، "دا به یو څه وخت ونیسي چې الوتکې د اوکراین په فضا کې راښکاره شي او د اوکراین په هوايي ځواک کې مدغم شي."

لویدیځو مقاماتو ویلي دي چې اوکرایني پیلوټانو ته د امریکایي اف-۱۶ جنګي الوتکو روزنه څو میاشتې وخت نیسي. امریکايي کارپوهانو اټکل کړی چې د اف-۱۶ جټ الوتکو د روزنیز پروګرام بشپړول لږ تر لږه شاوخوا ۱۸ میاشتې وخت نیسي.

په اوکراین د روسیې له پوځي یرغل وروسته چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه پیل شو، د ناټو غړو هېوادونو اوکراین ته د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پوځي وسلې ورکړې او دا لړۍ لا هم روانه ده.

اف-۱۶ جنګي جټ الوتکې د لوېدیځو متحدینو څخه د اوکراین د غوښتنو د لیست په سر کې ځای لري چې د روسیې له بریدونو سره مقابله وکړي

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG