د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین په چیرنیهیف ښار د روسیې د توغندیو برید کې ۷ تنه وژل شوي او له سلو زیات ټپیان دي


د اوکراین د تاریخي ښار چرنیهیف په مرکزي چوک باندې د روسي د توغندیو برید
د اوکراین د تاریخي ښار چرنیهیف په مرکزي چوک باندې د روسي د توغندیو برید

د اوکراین د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ اګست ۱۹ (زمري ۲۸) وویل، د اوکراین د تاریخي شمالي ښار چرنیهیف په مرکزي چوک باندې د یو روسي توغندي د لګېدو له امله د یو شپږ کلن ماشوم په ګډون اووه کسان وژل شوي او ۱۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه وزارت وایي، خلک د مذهبي رخصتۍ د نمانځلو لپاره کلیسا ته روان وو چې برید پرې وشو، او زیاته یې کړه چې په ټپیانو کې ۱۲ ماشومان او ۱۰ پولیس افسران شامل دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي، چې سویډن ته په رسمي سفر تللی، د ټیلیګرام په یو پیغام کې لیکلي: "یو روسي توغندی زموږ د چیرنیهیف ښار په مرکزي چوک باندې ولګېد." هغه زیاته کړې: "یو عادي شنبه، چې د روسیې له خوا د درد او زیان په ورځ بدله شوه."

د زیلینسکي د ټیلیګرام د پیغام سره یوه لنډه ویډیو د سیمه ییز تیاتر مخې ته په میدان کې پاتې شوني او خځلې ښیې؛ چیرې چې پارک شوي موټرونه ډیر زیانمن شوي. ویډیو همداشان په لنډه توګه یو جسد ښیي چې په موټر کې پروت دی.

چرنیهیف د پلازمینې کیف په شمال شاوخوا ۱۴۵ کیلومترۍ کې پروت دی چې په ونو ډکو کوڅو او د پیړیو لرغونو کلیساګانو په ښار شهرت لري. د کورنیو چارو وزارت وايي، په برید کې د یوه تیاتر(نندراتون) چت ویجاړ شوی دی.

روسیې تیر کال د فبرورۍ په میاشت کې پر اوکراین د یرغل د یوې برخې په توګه د جګړې د لومړۍ کرښې څخه لرې ددې هیواد په ښارونو په توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل.

د کیف هوايي ځواک د شنبې په ورځ وویل چې د اوکراین پوځ د مسکو له خوا د شپې په برید کې په ایران کې د جوړو شویو ۱۷ ډرون الوتکو څخه ۱۵ ویشتلي دي.

ددې برید څخه څو ساعته مخکې، کرملین وویل چې پوتین د جګړې سیمو ته نږدې سویلي ښار روستوف آن ډون ته یو نادر سفر کړی و چې د خپلو جګپوړو جنرالانو سره وګوري.

له لوړ پوړو پوځي چارواکو سره د پوتین لیدنه پداسې حال کې کیږي چې کیف روانه اونۍ د جګړې په ډګر کې د یو څه بریا ادعا وکړه او دا لیدنه همداشان یوه ورځ وروسته له هغې وشوه چې امریکا کیف ته د هالنډ او ډنمارک له خوا د اف-۱۶ جنګي الوتکو سپارل تصویب کړل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG