د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې په پایتخت بیا د ډرون بریدونه شوي


د مسکو ښاروال ویلي چې سیمې ته د عاجلو خدماتو عمله رسیدلې.
د مسکو ښاروال ویلي چې سیمې ته د عاجلو خدماتو عمله رسیدلې.

د روسیې د پایتخت مسکو ښاروال وایي په سیمه ایز وخت سه شنبه اګست ۱ (زمري۱۰) سهار وختي د دې ښار په بیلا بیلو ځایونو د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو بریدونه شوي خو دایې ندي ویلي چې دا بې پیلوټه الوتکې چا د مسکو په لور ورلیږلي دي.

ښاروال سرګې سوبیانین په ټیلګرام کې لیکلي چې د دې هیواد هوایي دفاع سیستم ګڼ شمیر بې پیلوټه یا ډرون الوتکې ویشتلې او نسکورې کړي چې د مسکو ښار په لور د پرواز کولو کوښښ یې کاوه.

ښاروال همدرانګه ویلي چې یو ډرون الوتکه په هماغې ودانۍ لګیدلي چې تیره ورځ هم پرې د ډرون برید شوی و.

ښاغلي سوبیانین ویلي چې پدې برید کې د ودانۍ د یوویشتم پوړ بام زیانمن شوی خو د زیان د اندازې په هکله یې څه ندي ویلي.

د مسکو دې جګپوړي چارواکي ویلي چې د ډرون دې تازه بریدونو کې د مرګ ژوبلې په هکله تر دې دمه معلومات نشته خو دومره یې ویلي چې د عاجلو خدماتو مامورین سیمې ته رسیدلي د حالاتو جاج واخلي.

دا په تیرو دوو ورځو کې دویم ځل دی چې په مسکو په پرله پسې د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو بریدونه کیږي.

په روسیه کې چارواکو تیره ورځ هم ویلي و چې چې د اوکراین درې بې پیلوټه یا ډرون الوتکې د دې هیواد په پایتخت مسکو کې نسکورې شوي خو چا ته پکې د سر زیان ندی اوښتی..


د روسیې د دفاع وزارت په سیمه ایز وخت یکشنبه جولای ۳۰ (زمري۸) ویلي چې د یوې ډرون الوتکې له کبله د لنډې مودې لپاره یو نړیوال هوایي ډګر هم تړل شوی و.

وزارت ویلي چې د اوکراین یوه بې پیلوټه الوتکه یې د پایتخت په څنډه کې ویشتلې او نسکوره کړې او دوه نورې په الکترونیکي وسایلو له منځه وړل شویدي.

وزارت ویلي چې دا الوتکې داسې سیمې کې لویدلي چې شاوخوا یې دفترونه دي خو زیاتوي چې په پیښه کې چا ته زیان ندی اوښتی.

مسکو او شاوخوا پرتې سیمې یې د اوکراین څخه تقریباً ۵۰۰ کیلو مټره لیرې موقعیت لري او د روسیې د یرغل راپدیخوا ډیر لږ د اوکراین لخوا په نښه شوی خو په روان میلادي کال کې دا څوم ځل دی چې پدې ښار د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو بریدونه کیږي.

اوکراین تیره اوونۍ هم ادعا کړې وه چې د مسکو په مرکزي برخې کې یې د بې پیلوټه یا ډرون الوتکې برید کړی.

د اوکراین د دفاع په وزارت کې یوې سرچینې د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي و چې د بې پیلوټه الوتکو دا بریدونه د اوکراین د نظامي استخباراتو ځانګړي عملیات و او ښیي چې روسیه څومره د خطر سره مخ ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG