د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: کریمیا ته نږدې ۲۰ اوکراینۍ بې پیلوټه الوتکې مو نسکورې کړي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

روسیې د شنبې په ورځ اګست ۱۲(زمري ۲۱) وویل چې د کریمیا ټاپو وزمې ته څېرمه یې ۲۰ بې پیلوټه اوکرایني الوتکې (ډرون) ویشتلې دي.

د روسیې دفاع وزارت د ټیلیګرام په یو پیغام کې ویلي، چې څوارلس بې پیلوټه الوتکې د هوایی دفاع سیسټم او شپږ نورې د الکترونیکي وسایلو پر مټ نسکورې شوې.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې په دې پيښه کې کوم ځاني او مالي زيان نه دى اوښتى.

د رویټرز اژانس وایي په خپلواکه توګه یې ونشو کړای چې دا راپور تائید کړي.

په اوکراین کې د روسیې تر کنترول لاندې سیمو او د روسیې پر خاوره د بې پیلوټه الوتکو بریدونه وروسته له هغه زیات شوي چې د می میاشتې په لومړیو کې د کریملین دپاسه یو ډرون وویشتل شو.

اوکراين تقريباً هيڅکله په ښکاره د دغو بريدونو مسووليت پر غاړه نه دی اخيستی، خو وايي چې د روسيې د پوځي بنسټونو ويجاړول د کيف د ځوابي بريدونو لپاره ډېر اهميت لري.

روسیې په ۲۰۱۴ کال کې یعنی اته کاله مخکې له دې چې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر اوکراین د پوځي یرغل امر وکړي، کریمیا له خپلې خاورې سره یوځای کړې وه.

سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا متحده ایالات د ایف-۱۶ جنګي جټ الوتکو لپاره د اوکرایني پیلوټانو روزنې ته ژمن دي او په اروپا کې د روزنې د پروګرامونو د ظرفیت له ډکېدو وروسته به په متحده ایالاتو کې د هغوی روزنه پیل شي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي د جمعې په ورځ اګست ۱۱ (زمري ۲۰) په یوه خبري غونډه کې وویل چې د پوځي الوتکو د ساتنې او پالنې او نورو لوژستیکي تدارکاتو لپاره د اوکرایني پیلوټانو د روزلو د بهیر چټک کول مهم دي.

هغه وویل، "دا به یو څه وخت ونیسي چې الوتکې د اوکراین په فضا کې راښکاره شي او د اوکراین په هوايي ځواک کې مدغم شي."

لویدیځو مقاماتو ویلي دي چې اوکرایني پیلوټانو ته د امریکایي اف-۱۶ جنګي الوتکو روزنه څو میاشتې وخت نیسي. امریکايي کارپوهانو اټکل کړی چې د اف-۱۶ جټ الوتکو د روزنیز پروګرام بشپړول لږ تر لږه شاوخوا ۱۸ میاشتې وخت نیسي.

په اوکراین د روسیې له پوځي یرغل وروسته چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه پیل شو، د ناټو غړو هېوادونو اوکراین ته د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پوځي وسلې ورکړې او دا لړۍ لا هم روانه ده.

اف-۱۶ جنګي جټ الوتکې د لوېدیځو متحدینو څخه د اوکراین د غوښتنو د لیست په سر کې ځای لري چې د روسیې له بریدونو سره مقابله وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG