د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین سره د امریکا نوې مرستې؛ واشنګټن کیف ته: د روسیې په خاورې برید مکوئ


د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت له اوکراین سره د ۳۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د نويو پوځي تجهیزاتو مرسته اعلان کړه چې د دافع هوا سیستمونه او ډېر نور مهمات په کې شامل دي.

خو واشنګټن له کیف څخه غوښتي دي چې د روسیې په خاورې کې دننه برید ونکړي. د متحدو ایالتونو د امنیت د شورا ویاند جان کربي وویل: «موږ په شخصي مجالسو کې په دې اړه اوکراین ته په واضح ډول ویلي دي. په عام محضر کې هم په دې اړه واضح یو-- موږ په روسیې کې دننه د بریدونو ننګه نکوو، نه یې ممکن کوو او نه یې هم هڅوو.»

په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزارت ویلي دي چې د اوکراین د جنګي ضرورتونو د پوره کولو لپاره کار کوي. د وزارت په یوې اعلامیې کې ویل شوي دي: «متحده ایالتونه له خپلو ایتلافیانو او شریکانو سره کار ته ادامه ورکوي‌ چې اوکراین دا وس پیدا کړي چې د جګړې په ډګر کې یې عاجل ضرورتونه او د اوږد مهاله امنیتي مرستو اړتیاوې یې پوره شي.»

متحده ایالتونه د ناټو سره په ګډه له اوکراین سره د پوځي مرستو هلې ځلې رهبري کوي او د امنیت شورا ویاند جان کربي وویل اوکراین پوهېږي دا مرستې څه ډول وکاروي.

جان کربي زیاته کړه: «موږ ورته نه وایو چې په کوم ځای برید وکړي او په کوم ځای یې ونکړي او نهایتآ ولسمشر زیلینسکي او د هغه پوځي قومندانان پوهېږي چې څه وکړي.»

هغه ټېنګار وکړ چې امریکا نغواړي د انتقال شویو تجهیزاتو په واسطه یې د روسیې په خاوره کې دننه بریدونه وشي.

نویو مرستو کې څه شامل دي

تېره ورځ د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت یوه مقام، چې نغواړي نوم یې راپور کې واخیستل شي، امریکا غږ ته ویلي وو له اوکراین سره په نویو پوځي مرستو کې به د «هیمارس» د پرمختللي سیستم راکټونه، د ټانګونو مهمات او زرهي ضد ظرفیتونه شامل وي.

همدغه را ز د زوني په نامه هوا ته وېشتونکي توغندي، ایم-۷ اداره کېدونکی رادار، له هوا څخه هوا ته توغول کېدونکي میزایلونه، چې د هوايي ځواک د مرستې لپاره کارول کېږي، د اووېنجر دفاعي سیستم او سټنګر هم به په دغو نویو مرستو کې شامل وي.

روسیې د ۲۰۲۲ د فبرورۍ په ۲۴ په اوکراین باندې یرغل پیل کړ، له هغې وروسته دا نهه دېرشم ځل دی چې واشنګټن له کیف سره مرسته کوي. امریکا تر دې دمه له اوکراین سره څه باندې ۳۷ میلیارد ډالر پوځي او امنیتي مرسته کړې ده.

ټاکل شوې چې اوکراین به امریکايي ساخت اف-۱۶ جنګي جټ الوتکي هم ترلاسه کړي. فرانس پرس اژانس د جان کربي له خولې لیکلي دي چې کیف ډاډ ورکړی دا الوتکې به د اوکراین له قلمرو څخه د باندې نه کارول کېږي.

XS
SM
MD
LG