د لاس رسي وړ اتصالات

په غزې کې ښوونځي باندې د اسرائیل هوایي برید ته نړیوال غبرګونونه


په غزې کې یو ښوونځي باندې د اسرائیل هوایي برید چې ویل کیږي، شاوخوا ۹۰ تنه پکې وژل شوي، د اسرائیل د متحدینو او مخالفینو لخوا غندل شویدی او یو ځل بیا د سمدستي اوربند لپاره غوښتنه شوې.

د غزې ملکي دفاع ادارې ویلي چې د التابعین په ښوونځي او جومات برید کې لږ تر لږه ۹۳ کسان وژل شوي چې ۱۷ یې میرمنې او موشومان خو د اسرائیل پوځ بیا وایي چې پدې ښوونځي باندې د "دقیقو مهماتو" برید شوی او دا یې د حماس او اسلامي جهاد ډلې فعال نظامي تاسیسات ښودلي دي.

غبرګونونه :

متحده ایالاتو پدې برید کې د ملکیانو په مرګ ژوبلې "ژوره اندیښنه" څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د برید په هکله د اسرائیلي چارواکو سره په اړیکه کې دي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند شان ساویت په یوې اعلامیې کې د ژورې اندیښنې څرګندولو سربیره، ویلي چې ددې برید په باره کې یې د اسرائیلي چارواکو څخه د جزیاتو غوښتنه کړې.

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ لامي بیا د ایکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې د التابعین په ښوونځي باندې د اسرائیل په هوایي برید کې د ملکیانو وژل کیدو له کبله "هیبت وهلی" او د ملکیانو د خوندیتوب، ټولو برمته شویو کسانو خوشې کیدو او د مرستندویه موادو رسیدو لپاره یې په سمدستي توګه د اوربند غوښتنه کړې.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت بیا په یوې اعلامیې کې ویلي چې په غزې کې د څو اوونیو راهیسې د ښوونځیو په ودانیو په پرله پسې توګه بریدونه کیږي او ګڼ شمیر ملکیان پکې وژل کیږي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې " اسرائیل باید د نړیوال قانون درناوی وکړي".

په عین حال کې د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوسیپ بوریل د اکس په شبکې کې لیکلي چې دا ډول وژنې هیڅ نشي توجیه کیدلی. ښاغلي بوریل لیکلي چې په غزې کې په ښوونځي باندې د برید له کبله "ترهیدلی" او دا یې هم ویلي چې یوازې پدې تیرې یوې اوونۍ کې په لسو ښوونځیو بریدونه شویدي.

قطر چې د متحده ایالاتو او مصر سره په ګډه د څو میاشتو راهیسې په غزې کې د اسرائیل او حماس تر منځ اوربند لپاره منځګړتوب کوي بیا په سمدستي توګه ددې برید د حقایقو موندلو لپاره د پلټنو غوښتنه کړې. قطر ویلي چې د " اسرائیل قبضه کوونکي ځواکونه په ښوونځیو او د بې ځایه شویو خلکو په سرپناوو باندې بریدونو ته دوام ورکوي".

بل منځګړي، مصر چې د اسرائیل سره دیپلوماتیکې اړیکې لري په ښوونځي دا برید یې د نړیوالو او نړیوالو بشري قوانیو ته "سپکاوی" بللی او دا یې هم ویلي چې دا برید ښیي چې اسرائیل په غزې کې د جګړې پای ته رسولو لپاره لیوالتیا نلري.

ها خوا بیا روسیې ویلي چې پدې برید یې ټکان خوړلی دی. د دې هیواد د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ماریا زخاروف په یوې اعلامیې کې د نړیوالو او نړیوالو بشري حقونو اصولو باندې د جدي عمل غوښتنه کړې او له اسرائیل یې غوښتي چې په ملکیانو د بریدونو څخه ډډه وکړي.

په سیمې کې د اسرائیل تر ټولو سر سختي دښمن، ایران بیا ویلي چې لدې برید څرګندیږي چې اسرائیل انساني اصولو او نړیوالو قوانینو ته هیڅ درناوی نلري.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني په یوې اعلامیې کې د ټولو اسلامي او "سوله خوښو هیوادنو غوښتي چې استعمار پر ضد هلو ځلو کې د فلسطینیانو مشروع حق" ملاتړ دې وکړي.
د خلیج همکارۍ شورا عمومي منشي بیا په یوې اعلامیې کې ویلي چې د بې ځایه شویو خلکو لپاره جوړ شوي کمپونه او سرپناوې په مستقیمه توګه په نښه کول جنګي جنایتونه بلل کیږي.

کویټ او بحرین هم دا بریدنه غندلي دي او د نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې پدې برخې کې خپل مسؤلیتونه پر ځای کړي.

همدغه راز د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې په غزې کې دا برید د "بشریت پر ضد نوی جنایت" بللی دی او دا یې هم ویلي چې له برید څخه معلومیږي چې د اسرائیل صدراعظم د "دایمي اوربند مذاکرات سبوتاژ" کاندي.

په همدې حال کې د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو اچ او مشر ټیډروز اډهانوم ګیبریسیوس د اکس په شبکې کې لیکلي چې هغه " وحشت چې په غزې کې ملکیان ورسره مخ دي، باید بند شي".

د ملګرو ملتونو دې جګپوړي چارواکي همدرانګه لیکلي، "د ویلو لپاره څه نلرم، تر اوربند وړاندې باید څومره نور ماشومان او میرمنې باندې ووژل شي"؟

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG