د لاس رسي وړ اتصالات

په نړۍ کې د اقتصادي‌ رکود په اړه د نړیوال بانک خبرداری


نړیوال بانک د سه شنبې په ورځ جنوري ۱۰ (مرغومي ۲۰) خبرداری ورکړ چې د نړۍ اقتصاد په روان میلادي کال کې په "خطرناک شکل" اقتصادي رکود ته نږدې کیږي او په ټوله نړۍ او په خاص ډول د متحدو ایالتونو، اروپا او چین په شان په سترو اقتصادونو کې به اقتصادي وده کمزورې وي.

نړیوال بانک چې په بیوزلو هیوادونو کې د پراختیایي پروژو لپاره پورونه برابروي، په خپل کلني راپور کې اټکل کړی دی چې په روان میلادي کال کې به اقتصادي وده کابو ۵۰ سلنه کمه شي.

دې بانک تر دې وړاندې اټکل کړی وو چې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې به د نړۍ اقتصادي وده درې سلنه وي خو اوس اټکل شوی چې دا شمیر ۱.۷ ته راکم شوی دی.

که دا اټکل سم ثابت شي، نو د ۲۰۰۸ میلادي کال د اقتصادي کړکیچ او بیا د کویډ نولس له امله د اقتصادي ناورین وروسته به دا د نړۍ دریمه کمزورې کلنۍ اقتصادي وده وي.

خو د نړیوال اقتصاد کمزورتیا، د توکو د بيیې لوړیدل او د پورونو لپاره به د بانکي سود زیاتوالی، احتمالا په امریکا کې کسب او کار او په نهایت کې مصرف کوونکي زیانمن کړي.

ددې وړاندوینې له مخې، متحد ایالتونه به احتمالا په روان میلادي کال کې له اقتصادي رکود څخه مخنیوی وکړي خو د یاد هیواد اقتصادي وده به یوازې صفر اعشاریه پنځه سلنه وي.

بلخوا که کویډ ۱۹ ناروغي بیا زیاته شي او یا هم په اوکراین کې د روسیې جګړه توده شي نو امریکا به هم د توکو د زنجیره یي بهیر د خرابیدو له امله ډیر زیان وویني.

د نړیوال بانک د راپور له مخې، اروپا چې له ډیر وخت راهیسې چین ته اصلي صادرونکې وه، احتمالا د چین له کمزوري اقتصاد څخه متاثره شي.

د نړیوال بانک راپور همدارنګه د امریکا او اروپا په شان په سترو اقتصادونو کې د سود نرخ ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې دا کار به له بیوزلو هیوادونو څخه د پانګونو د جذب لامل شي او په پایله کې به بیوزلي هیوادونه له کورنۍ پانګونې څخه چې د یادو هیوادونو لپاره مهمه شمیرل کیږي، محروم کړي.

په عین حال کې په دې راپور کې ویل شوي چې د سود د نرخ لوړوالی به په پرمختللو هیوادونو کې وده کمزورې کړي په هغه شکل چې پر اوکراین د روسیې د برید پرمهال د توکو بیه لوړه شوې ده.

د نړیوال بانک رئیس ډیویډ مالپاس خبریالانو ته وویل چې پر اوکراین د روسیې برید نوې او ستر لګښتونه رامنځ‌ ته کړي دي. د ښاغلي مالپاس په وینا، د اقتصادي رکود اټکل په خاص ډول د نړۍ په هغو بیوزلو هیوادونو کې چې د فقر کموالی پکې دریدلی، ډیر ناوړه وي، ځکه خلک په بیوزلو هیوادونو کې بریښنا، کیمیاوي سرې او خوړو ته لږ لاسرسی لري.

د نړیوال بانک ددغه چارواکي په وینا، ښایي چې په بیوزلو هیوادونو کې به اقتصادي رکود د اوږد وخت لپاره وي.

د نړیوال بانک د راپور له مخې، د اقتصادي رکود تاثیرات به د افریقا د صحرا په شان سیمو کې چې د نړۍ ۶۰ سلنه بیوزلې پکې اوسیږي، شدید وي.

د نړیوال بانک د اټکل له مخې، په ۲۰۲۳ -۲۰۲۴ کلونو کې به اقتصادي وده یوازې ۱.۲ سلنه وي هغه وضعیت چې د بیوزلې کچه به نوره هم لوړه کړي.

ددغه بانک مشر زیاته کړه چې نړیوال اقتصادي رکود او د پانګونو کموالی به د روغتیا، د فقر د زیاتیدو او د بنسټونو په برخه کې ناوړه پایلې ولري. هغه وویل چې د ډیرو سرچینو په لټه کې دی څو بیوزلو هیوادونو ته په آسانه شرایطو سره ډیر پورونه برابر شي.

XS
SM
MD
LG