د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال بانک د اوکراین د انرژۍ بنسټونو د بیارغونې لپاره ۲۰۰ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه


د اوکراین د بریښنا یوه بټۍ چې د روسیې د مزایلو په برید کې سوځیدلې ده
د اوکراین د بریښنا یوه بټۍ چې د روسیې د مزایلو په برید کې سوځیدلې ده

نړیوال بانک د چهار شنبې په ورځ اپریل ۱۲ (وري ۲۳) د اوکراین د انرژۍ بنسټونو د بیارغونې په هدهف له نوموړي هیواد سره د ۲۰۰ میلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ.

دا اعلان په واشنګټن ډي سي کې د جګړه ځپلي اوکراین او د نړیوال بانک د چارواکو تر ملاقات وروسته وشو.

نړیوال بانک په یوې بیان کې ویلي دي چې روسیې د تیر مني او ژمې په اوږدو کې د اوکراین د بریښنا ۵۰ سلنه بنسټونه په بریدونو کې زیانمن کړي دي.

د نړۍ دغه ستر مالي بنسټ څرګنده کړې، د اوکراین په ختیځ کې چیرې چې جګړې شدیدې دي، د بریښنا بنسټونه سخت زیانمن شوي دي.

یاد بانک زیاته کړې، دغه بلاعوضه مرسته د اوکراین د مرستې، بیاجوړیدنې، بیارغونې او اصلاحاتو له صندوق څخه، د ۳۰۰ میلیون ډالرو تر کچې پورې، د شریکانو له خوا ژمنه شوې ده.

ویل کیږي چې په دې پروژه کې به د اوکراین د بریښنا او تودیدو سیستمونو د بنسټونو بیارغونې ته لومړیتوب ورکړل شي.

د نړیوال بانک د عملیاتي برخې مشرې انا بیرډې وویل:" په تیر یو کال کې د انرژۍ بنسټ د ۱۱ میلیارد ډالرو په ارزښت زیان لیدلی او تر ټولو مهمه برخه ده چې اوکراین یې په اړه عاجلې مرستې ته ضرورت لري."

د نړۍ دغه ستر مالي بنسټ د تیر کال په فبروري میاشت کې پر اوکراین د روسیې د برید له وخته له یاد هیواد سره د مرستې په هدف ۲۳ میلیارده ډالر راټول کړي چې تر اوسه یې ۲۰ میلیارده مصرف شوي دي.

دغه اعلان په داسې حال کې وشو چې په همدې وخت د پیسو د نړیوال صندوق په مقر کې هم په اوکراین بحث روان وو.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي چې د ویډیو کنفرانس له لاري په غونډه کې ګډون درلود، له شریکانو او د هغوی له ملاتړه مننه وکړه او د زیاتو مرستو غوښتنه یې وکړه.

نوموړي وویل:"د هغه څه په بیارغولو سره چې ویجاړ شوي، موږ د ویرې هدف ته ماته ورکړه، موږ عادي ژوند ته ستانه شوو."

د پیسو نړیوال صندوق د مارچ په ۳۱ اعلان وکړ چې له اوکراین سره یې د مرستې په هدف یوه ۱۵.۶ میلیارد ډالري بسته تصویب کړې ده.

یاد صندوق زیاته کړه، دا مرسته د هغو ۱۱۵ میلیارد ډالري حمایتي بستې برخه ده چې پکې بلاعوضه مرسته، پور او د څو اړخیزو او دوه اړخیزو موسساتو پور شامل دی.

د نړیوال بانک، ملګرو ملتونو، اروپايي کمیسیون او اوکراین د یوې وروستۍ مطالعې له مخې، اوکراین د بیاجوړیدو او بیا رغیدو لپاره شاوخوا ۴۱۱ میلیاردو ډالره ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG