د لاس رسي وړ اتصالات

د معترضو ښځو غورځنګ: طالبان د ښځو په حذف کولو سره افغانستان شاته بیايي 


کابل کې معترضې ښځې
کابل کې معترضې ښځې

په کابل کې د «ښځو یووالی او پیوستون» په نوم د معترضو ښځو یو غورځنګ وايي چې طالبان د افغان ښځو په ګوښه کولو او حذف کولو سره دا هېواد شاته بیايي.

دغه غورځنګ په افغانستان کې د القاعده په ځپلو کې د طالبانو د مرستې په اړه د متحدو ایالتونو د ولسمشر جوبایډن د څرګندونو په غبرګون کې دا خبرې کړې.

دا ښځې په کابل کې د عامو خلکو له سترګو پناه په یو خاص ځای کې راټولې شوې وې او «موږ ستاسو په وړاندې درېږو، ستاسو شرایط نه منو»، «د طالبانو په رسمیت پېژندل، د ښځو د حقونو ضایعه کېدل»، «موږ مرو، موږ جنګېږو، خو طالبان نه منو» او دا ډول نور شعارونه یې ورکړل.

دغو ښځو د خپل اعتراض دقیق ځای او نېټه نه ده ښودلې، خو ویدیوګانې یې رسنیو ته استولې دي.

دوی همدغه راز شعارونه په لاس کې نیولي وو چې په کې لیکل شوي وو له طالبانو سره د امریکا مرستې ترهګر پیاوړي کوي او د بشري حقونو د مدافع په توګه امریکا باید د طالبانو په ځای له افغان ښځو سره مرستې وکړي.

دغو معترضو ښځو د نجونو د زده کړو په اړه وویل: «موږ د نړۍ د نورو اسلامي هېوادونو په څېر برابر تعلیم غواړو، نه د طالبانو د مدرسې نصاب، طالبان ترهګر او د پوهې او زده کړو دښمنان دي.»

دوی وايی چې طالبانو ښځې په کورونو کېنولې او دې کار د طالبانو په وړاندې د ښځو اعتراضونه پیاوړي کړي. دغو معترضو ښځو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې طالبان دې د ښځو د ځپونکې ډلې په توګه په رسمیت وپېژني.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د واک له بیا ترلاسه کولو وروسته د افغانستان ښځې له کار څخه بندې کړې، تر شپږم ټولګیو ورپورته یې د نجونو په زده کړو بندیز ولګوه او په تازه اقدام کې یې د ښځو سینګارتونونه هم وتړل او هغه د «شریعت خلاف» بللي.

نړیوالې ټولنې له طالبانو څخه په وار وار غوښتي دي چې دا بندیزونه دې لېرې کړي،‌ خو طالبانو نه دي منلی او ادعا کوي چې په افغانستانکې د ښځو شرعي حقوق خوندي دي. خو نړیوال بشري سازمانونه د طالبانو دا اقدامات د جنسیت په اساس تبعیض بولي.

XS
SM
MD
LG