د لاس رسي وړ اتصالات

آیا د حکومت تړل کیدو د مخنیوي په معاملې کې به مککارتي له دندې لیرې شي؟


د استازو په مجلس کې یو شمیر جمهوري غوښتونکو استازو خبرداری ورکړی چې کیون مک کارتي به د مشرۍ څخه لیرې کړي.
د استازو په مجلس کې یو شمیر جمهوري غوښتونکو استازو خبرداری ورکړی چې کیون مک کارتي به د مشرۍ څخه لیرې کړي.

پداسې حال کې چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د حکومت د لګښتونو لایحه لاسلیک او په قانون بدله کړه چې د روان کال د نومبر تر نیمایي پوري فدرال حکومت ته پیسې برابروي خو پدې معاملې کې د استازو مجلس مشر کیون مککارتي دنده د خطر سره مخ شوې.

د استازو په مجلس کې ځینو جمهوري غوښتونکو خبرداری ورکړی و که دا لایحه د دموکراتانو په ملاتړ منظوره شوي، دوی به کیون مککارتي د استازو د مجلس مشرۍ څخه لیرې کاندي.

او دموکراتان بیا مک کارتي پدې ملامتوي چې فدرال حکومت یې تړل کیدو ته نږدې کړی و.
د استازو مجلس مشر د شنبې په ورځ د یوې معاملې له مخې د حکومت د تړل کیدو مخه ونیوله.

جمهوري غوښتونکي پدې په غصه دي چې پدې معاملې کې د لګښتونو په بودیجې کې هغه ژور کموالی په نظر کې نه و نیول شوی چې دوي یې غوښتنه کوله. او دموکراتان وایي کیون مک کارتي د بودجې بحران مخنیوي کې پخپلو ژمنو عمل ندی کړی.

د استازو مجلس یو مشهور جمهوري غوښتونکي استازي ماټ ګایتز د یکشنبې په ورځ د سي ان ان تلویزیوني شبکې سره په مرکې کې وویل چې کیون مککارتي به د استازو مجلش د مشرۍ څخه لیرې کړي.

ښاغلي ګایتز وویل: "زه نیت لرم چې په همدې اوونۍ کې د استازو مجلس مشر مک کارتي د لیرې کولو لپاره غوښتنه ثبت کړم".

ګایتز د استازو په مجلس کې د هغې وړې ښي اړخو سخت دریځو جمهوري غوښتونکو استازو ډلې مشري کوي چې نږدې وه د بودجې پر سر د جنجال له کبله یې د فدرالي حکومت ځینو برخې تړل کیدو ته مجبورې کړې وې.

دوي ټینګار کاوه چې که د لګښتونو په بودجې کې د پام وړ کموالی رانشي، دوي به یې ونه مني.

ګایتز په مرکې کې زیاته کړه سره لدې چې جمهوري غوښتونکي په مک کارتي په غصه دي خو دیموکراتان به ښایي د هغه ملاتړ وکړي ځکه چې د بودجې پدې معاملې کې هغه د دواړو ګوندونو تر منځ جوړجاړي کې منځګړتوب کړی و.

هغه وویل: " یوازینۍ لار چې کیون مک کارتي به د دې اوونۍ په پای کې د استازو مجلس مشر پاتې شي دا دی چې دیموکراتان یې ملاتړ وکړي او هغوي به یې وکړي".

خو پخپله مککارتي بیا په مجلس کې د دواړو جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو څخه غوښتي چې "ګونديتوب" دې نکوي او د خپلې دندې له لاسه ورکولو ګواښونه یې هم رد کړي.

هغه ویلي: " که څوک غواړي ما پدې خاطر لیرې کړي چې زه په خونه کې مشر یم، ولاړ شئ او دا کوښښ وکړئ".

په کلنې بودیجې کې ډېر بحث او اختلاف له اوکراین سره د مرستو په اړه دي. روسیې تېرکال په اوکراین باندې یرغل پیل کړ او متحدو ایالتونو له اوکراین سره پوځي او ملکي مرستې پیل کړې. واشنګټن له کیف سره د ۶۰ میلیارده ډالرو مرستو ژمنه کړې چې د ۴۳ ملیاردو څخه یې ډیرې پوځي دي.

د امریکا په کانګرس کې جمهوري غوښتونکي او دموکراتان دواړه یې د اوکراین سره د مرستو ملاتړ کوي خو دا چې په امریکا کې د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست انتخابات نږدې کیدونکي دي، د رای ورکوونکو لپاره ښایي د اوکراین سره مرستې چندانې مهمه موضوع نه وي.

پدې انتخاباتو کې کاندیدان هم د رای ورکوونکو د زړونو ګټلو لپاره یوازې د اوکراین سره په مرستو ډیر ټینګار نکوي.

د امریکا اقتصاد، روغتیایي خدمات، کډوالي، د سقط جنین حقوق او ځیني نور کورني موضوعات هغه څه دي چې امریکایي رای ورکوونکي ورته ډیر پام کوي او د همدې موضوعاتو له مخې د راتلونکو جمهوري ریاست انتخاباتو لپاره خپل د خوښې کاندید غوره کوي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس د یکشنبې په ورځ د دې لایحې تر لاسلیک کولو وروسته د استازو مجلس په مشر کیون مک کارتي او سخت دریځو جمهوري غوښتونکو انتقادونه وکړل چې د پور بحران پر سر خپلې هغې ژمنې عملي کیدو کې پاتې راغلي چې څو میاشتې وړاندې پرې موافقه شوې وه.

بایډن پدې کسانو دا انتقاد هم کړی چې د اوکراین سره مرستې یې ځنډولي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG