د لاس رسي وړ اتصالات

ولې په ټوله نړۍ کې خلک ناخوښ او تر بل هر وخت تر ډیر فشار لاندې دي؟ 


په واشنګټن ډي سي کې میشت د ګالپ څیړونکي او مشورتي امریکایي شرکت یوه نظر پوښتنه ښیي چې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې په ټوله نړۍ کې خلک تر بل هر وخت ناخوښ او اندېښمن وو.

ددې نظرپوښتنې له مخې چې تازه خپره شوې ویل شوي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په هرو لسو کسانو کې څلور خپه او پریشانه وو.

ګالپ د خپلې وروستۍ نظرپوښتنې او رپوټ لپاره د نړۍ په ۱۲۲ هیوادونو او سیمو کې له بالغو کسانو سره خبرې کړي دي. پدې رپوټ کې افغانستان د نړۍ تر ټولو ناخوښ هېواد دی او افغانان د منفي تجربو په برخه کې په نړۍ کې مخکښ دي.

څیړونکي وایي ددې ناخوښۍ یو څرګند لامل کرونا وبا او د هغې نه زیږنده منزويتوب او ناڅرګند حالت دی، خو بیا هم دا یو عامل دی چې ټوله ملامتي پرې نشي اچول کیدای.

د ګالپ د څیړونکي او مشورتي شرکت یوه مخکښه ساینس پوهه کارول ګراهام وایي، د رواني ناروغیو د زیاتوالی په لامل کې ناڅرګند اقتصادي وضعیت هم شامل دی چې بې تجربې کارکوونکي ورسره مخ دي.

میرمن ګراهام چې په عین وخت کې د بروکینګز انستیتوت لوړپوړې کارپوهه او د مریلند پوهنتون د عامه پالیسۍ پوهانده هم ده، وایي: "ځینې جوړښتي منفي بدلونونه شته چې په ځینو خلکو په ځانګړي توګه په ډیر زیان منونکو باندې اغیز کوي او په پای کې رواني روغتیا هغه منعکس کوي. "

هغه زیاتوي: “ د هغو ځوانانو لپاره چې د لوړې کچې زده کړې نه لري، دا چې په راتلونکي کې به څه کوي، خورا ناڅرګند دي. دا چې د دوی ثبات به څه ډول وي، په کاري ځواک کې برخه اخیستل به یې څه ډول وي... د ماهرو او غیر مسلکي کارګرانو ترمنځ د نابرابرۍ د کچې لوړیدل د هغې بله برخه ده، چې د ټیکنالوژۍ اړوند ودې سره تړاو لري. "

په ټولیز ډول، د امریکا د ستریس انسټیټیوټ (The American Institute of Stress) د ارواح پوه جوش بریلي لپاره د سروې پایلې د حیرانتیا وړ نه وې. د هغه په وینا: "شیان په چټکۍ سره روان دي او مونږ هر وخت په ډیر زیاتو بمبارد کیږو. "

هغه زیاتوي: “ البته چې رسنۍ بدو شیانو ته وده ورکوي. نو، موږ په دوامداره توګه په خبرونو کې، په ټولنیزو رسنیو کې، په راډیو او زموږ په پاډکاسټونو کې د یو کړکیچ نه په بل کړکیچ بمباردیږو. او دا ټول هغه ښه شیان له منځه وړي چې پیښیږي."

د ګالپ په وینا، په ټوله نړۍ کې د خوښۍ ګراف د یوې لسیزې راهیسې په ټیټیدو دی. دغو ارواح پوهانو چې د امریکاغږ سره یې خبرې کړي ټولنیزو رسنیو او د غیر فلټر شويو معلوماتو سیلاب ته یې ګوته نیولې چې د رواني روغتیا او خوښۍ په کمیدو کې یې مرسته کړې ده.


جوش بریلي وايي د ستونزې یوه برخه دا ده چې خلک ډیر آنلاین په تماس کې دي او اکثر ډیر کم د ریښتیني ژوند سره ارتباط لري.

XS
SM
MD
LG