د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو په غزې کې د پولیو ویروس د خپرېدو په اړه 'ژوره اندېښنه' وښوده


د روغتیا نړیوال سازمان مقاماتو د سه شنبې په ورځ جولاۍ ۲۳ (زمري دویمه) وویل چې په غزې کې په چټلو او ناپاکو اوبو کې یې د ګوزڼ دویم ډول ویروس موندلی او خبرداری یې ورکړی چې ساري ناروغۍ به ممکن ډېر خلک مړه کړي.

د ملګرو ملتونو ادارو تېره اوونۍ ویلي وو چې د «پولیو نړیوال لابراتوار شبکې» د جون په ۲۳مه نېټه د غزې په تړانګه کې په چټلو اوبو کې د پولیو د دویم ډول ویروس شپږ بېلګې موندلې دي.

دویم ډول پولیو هغه ماشومان، چې د دغه ویروس ضد واکسین شوي نه وي، اغیزمن کوي او ممکن د مړینې لامل یې هم شي.

د فلسطين په اشغال شویو سیمو کې د روغتیا د نړیوال سازمان د عاجلو څانګو مشر ایادیل سفربیکوف وايي چې لا یې په غزې کې په انسانانو کې د پولیو ویروس کومه بېلګه نه ده موندلې او په خبره یې لا معلومه نه ده چې څوک په دغه ویروس اخته شوي که نه.

نوموړي چې له بیت المقدس څخه د ویدیو کنفرانس له لارې له خبریالانو سره خبرې کولې وویل چې «په دې اړه ډېر اندېښمن» دی.

سفربیکوف وویل چې په غزې کې د هر ډول ناروغۍ د ممکنه خپرېدو په اړه خواشینی دی، په غزې کې له تېرو نهو میاشتو راهېسې، په اسرائیل د حماس له برید وروسته، جګړه روانه ده او ملګري ملتونه وايي چې هلته بشري بحران روان دی.

نوموړي په غزې کې د هیپتایت اې د ناروغۍ خپرېدو ته په اشارې وویل چې «زه په غزې کې د ناروغیو د خپریدو په اړه ډېر اندېښمن» یم او «اوس ممکن پولیو هم» ولرو. هغه خبرداری ورکړ چې «روغتیايي سیستم ویجاړ شوی، اوبه کمې او میکروپ وژونکي مایعات کم دي، خلک لږې روغتیايي اسانتیاوې لري... او دا به ډېر یو بد وضعیت» وي.

سفربیکوف وویل چې شاید په غزې کې ساري ناروغۍ د جګړې تر ټپونو زیات خلک مړه کړي.

پولیو یوه وژونکې ناروغي ده چې کم عمره ماشومان اغیزمن کوي. دا مهال په پاکستان او افغانستان کې په دغه ویروس یو شمېر ماشومان اخته دي او د نړۍ په نورو هېوادونو کې یې د ختمېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

په غزې کې د پولیو د دویم ډول ویروس د خپرېدو په اړه داسې مهال اندېښنه ښودل کېږي، چې دغلته د حماس تر کنترول لاندې د عامې روغتیا وزارت وایي په روانې جګړې کې څه باندې ۳۹۰۰۰ کسان وژل شوي چې اکثریت یې ملکیان دي.

د حماس ډلې د تېرکال د اکتوبر په اوومه نیټه په اسرائیل بریدونه وکړل، مقامات وايي په دغو بریدونو کې ۱۱۹۷ اسرائیلیان وژل شوي چې اکثریت یې ولسي خلک دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG