د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو مخنيوي لپاره په نویو پلانونو کار کوو- روغتیايي مسؤولین


میدان وردک کې یو ماشوم ته د ګوزڼ ضد واکسین تطبیق
میدان وردک کې یو ماشوم ته د ګوزڼ ضد واکسین تطبیق

د میدان وردګو ولایت روغتیايي مسؤولین وايي، په ختیځو او جنوبي ولایتونو کې د پولیو مثبتو پېښو له ثبتېدو وروسته، د مسؤولینو او خلکو پام دغه واکسین ته زیات شوې دی.


دوی پلان لري چې د عامه پوهاوي تر څنګ په میدان وردګو ولایت کې د ښځینه واکسیناتوران شمېر هم زیات کړي، ځکه د دوی په وینا ښځینه واکسیناتورانې به په ډاډه زړه هر کور ته ورځي او تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته به واکسین ورکوي.


دا چې د پولیو ملي کمپاین تازه په ټول هېواد کې ترسره شو، دې سره په میدان وردګو کې د ښځینه واکسیناتورانو شمېر هم زیات شوی ترڅو ماشومان له واکسین کولو څخه محروم نشي.


په میدان وردګ ولایت کې د کتلوي معافیت ولایتي مسؤول، ډاکټر صاحب الدین امرخیل له امریکا غږ سره په خبرو کې وايي، د واکسین د لا ښه تطبیق لپاره پلان لري د ښځینه واکسیناتورانو شمېر زیات کړي.


نوموړي وویل: "دا چې د افغانستان په ځینو سیمو کې د پولیو مثبتې پېښې لرو، نو د خلکو لیوالتیا واکسین سره خامخا زیاتیږي، ترڅو له دغه مرض څخه ماشومان خوندي وساتي، نو موږ پلان لرو د ښځینه کارکوونکو شمېر زیات کړو، ترڅو هر کور ته ښه لاسرسی وشي."


د امرخیل په وینا، ښځینه کارکوونکې ځکه مؤثر دي چې دوی په ډاډه زړه هر کور ته تللی شي نو په مرکز او ولسوالیو کې ځايي دودونو او عنعاناتو ته په کتو سره غواړو د ښځینه کارکوونکو تعداد، نظارت، او خلکو ته د عامه پوهاوی زیات کړو، ترڅو د کمپاین په ورځو کې خپل ماشومان واکسین کړي.


په ورته وخت کې د میدان وردګ ولایت اوسیدونکي هم د مثبتو پېښو له تثبیتیدو وروسته دې ته متوجه شوي چې په روان کمپاین کې خپل ماشومان واکسین کړي.
د سید اباد اوسیدونکی، احمدالله امریکا غږ ته وویل:"ځینو ولایتونو کې د پولیو پېښې ثبت شوي، مونږ په تشویش کې یو چې دا ویروس دیخواته سرایت ونکړي، نو له صحي مسؤولین غواړو چې واکسین ته ډیره توجه وکړي، کمپاینونه په لار واچوي، او له کورنیو څخه مو هم دا هیله ده چې خپل ماشومان واکسین کړي."


د نرخ ولسوالۍ اوسېدونکې او د څلور لمسیانو نیا، بي بي شازیه له امریکا غږ سره په خبرو وویل، چې تل یې د خپل کور ماشومان واکسین کړي او هر کله چې واکسیناتوران راشي نو دا خپل لمسیان ورولي او هغوی واکسینوي.


نوموړې وویل: "کله چې د پولیو واکسین راشي موږ خپل ماشومان واکسینوو او له واکسین څخه یې نه محروموو، ځکه ځینو ولایتو کې مثبتې پېښې ثبت شوي. اوس په هر ولایت کې واکسین کیږي او موږ خپله هم دلته میدان وردګ کې خپل ماشومان واکسینوو، پخوا به مې خپل زامن او لورانې واکسینولې او اوس خپل لمسیان واکسینوم."


د طالبانو د عامې روغتیا وزارت هم ډاډ ورکړی، چې د ښه چمتوالي سره به په ټول هېواد کې د ګوزڼ واکسین کمپاینونه پلی کړي او هغو ځایونو ته به ځانګړې پاملرنه وکړي، چې هلته محیطي نمونې مثبتې وې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG