د لاس رسي وړ اتصالات

لویدیځ افغانستان سره بشري مرستې په بشري حقونو پورې مرتبطې بولي


په اوسلو کې د طالبانو د هيئت او غربي دیپلوماتانو ملاقات
په اوسلو کې د طالبانو د هيئت او غربي دیپلوماتانو ملاقات

غربي دیپلوماتانو د سه شنبې په ورځ جنوري ۲۵ (سلواغې ۵) له افغانستان سره بشري مرستې په هغه هیواد کې د بشري وضعیت له ښه والي سره اوړندې وبللې.

د غربي دیپلوماتانو دا څرګندونې د ناروې په پلازمینه اوسلو کې د طالبانو له هیئت سره د ملاقات په وروستۍ ورځ وکړې.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ د طالبانو هیئت اروپا ته سفر وکړ او د تړلو ورونو تر شاه یې له غربي دیپلوماتانو سره وکتل.

د طالبانو حکومت د نړیوالې ټولنې له خوا یوازې په رسمیت د پيژندلو په هڅه کې نه بلکې د یادو هیوادونو د مالي مرستو لټه هم کوي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو وروسته په هغه جګړه ځپلي هیواد کې بشري حالت وروسته له هغه په چټکۍ خراب شوی چې نړیوالې ټولنې خپلې مرستې بندې کړي.

له افغانستان سره د بشري مرستو په بندیدو سربیره، وچکالۍ او د کویډ نولس ناروغۍ خپریدو هم په هغه هیواد کې بشري وضعیت نور هم خراب کړ.

فرانس پرس خبري آژانس خبر ورکړی چې غربي دیپلوماتانو د طالبانو له هیئت سره په ملاقات کې خپل توقعات بیان کړي دي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې خاص استازي توماس نیکلاسون پر یوه ټویټ لیکلي چې د طالبانو له هیئت سره یې د ملاقات په جریان کې ښوونځیو ته د نجونو او هلکانو د لاسرسي په اړه چې ټاکل شوېده په حمل میاشت کې خلاص شوي خبري اتري کړي دي او طالبانو سره بل ملاقات ته سترګي په لار دي.

د امیر خان متقي په مشرۍ د طالبانو هیئت ناروې ته په دې درې ورځني سفر کې د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت له جګپوړي چارواکي، د افغانستان او پاکستان لپاره د بریټانیا له خاص استازي نایجل کیسي او د ناروې د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره وکتل.

بلخوا د ناروې صدراعظم یونس ګار استوره په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په سازمان کې ویلي دي چې ظاهرا د طالبانو د هیئت او غربي دیپلوماتانو ترمنځ ملاقات جدي او واقعي وو.

ښاغلي استوره ویلي:" موږ روښانه کړه چې غواړي نجونې په مارچ میاشت کې ښوونځیو او پوهنتونونو ته ولاړې شي. له دولسمو ټولګیو څخه فارغې نجونې هم. موږ بشري مرستو ته د لارسي غوښتونکي یو."

د طالبانو ډلې د ناروې له درې ورځنیو خبرو څخه هرکلی کړی او هغه یې د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت د طالبانو د حاکمیت د پيژندلو لپاره یو ګام بللی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ددغه درې ورځني سفر په جریان کې وویل:"هغه فرصت چې ناروې موږ ته برابر کړی په خپل ذات کې یوه لاسته راوړنه ده، ځکه طالبانو د نړۍ په کچه دیپلوماتانو سره خپل نظریات شریک کړل."

ښاغلي متقي همدارنګه ویلي "ډاډمن یو چې ددې ملاقاتونو له لارې د صحت او معارف سکټورونو بشري مرستې ترلاسه کوو."

خو د ناروې حکومت ټینګار کړی چې له طالبانو سره خبري "په رسمیت د طالبانو د پيژندلو او هغوی ته د مشروعیت" د ورکولو په معني ندي.

له دې ټولو سره سره د یوې چارتر شوي الوتکي په مرسته د طالبانو هیئت ته بلنه د یو شمیر کارپوهانو او په بهر کې د مدني ټولنې د غړو له غبرګون سره مخ شوی ده.

تر اوسه د پاکستان په ګډون چې د طالبانو اصلی ملاتړی ګڼل کیږي ، هیڅ هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت پيژندلی ندی.

XS
SM
MD
LG