د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د طالبانو لخوا د خبریالانو نیولو ته غبرګونونه


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو سفارت شاژدافیر او په دغه هیواد کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (يوناما) د طالبانو لخوا د افغان خبریالانو د نیولو د راپورونو په اړه یو ځل بیا اندېښنه ښودل ده.

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیر ایان مککري چې د دغه هیواد لپاره له قطر څخه فعالیت کوي د افغان خبریالانو نیونه د بیان ازادۍ اړوند د طالبانو د ژمنو خلاف عمل بللی دی.

نوموړي نن جمعه مارچ ۱۸ (کب ۲۷) پر خپل ټویټر پاڼه له طالبانو څخه غوښتي چې یادې کړنې ژر تر ژره بندې کړي.

ښاغلي مککری زیاته کړه: "موږ د خبریالانو او رسنیو د کار کوونکو د نیولو او ډارولو د راپورونو په اړه ژوره اندېښنه شریکوو، چې د بیان د ازادۍ په اړه د طالبانو د ژمنو خلاف دي. موږ له طالبانو څخه غواړو چې دا ډول کړنې ژر تر ژره بندې کړي."

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما هم د طلوع نیوز د دغو کارکوونکو د نیولو په اړه «ژوره اندیښنه» ښودلې او د هغوی د پرېښودو غوښتنه یې کړې ده.

یوناما په ټویټر کې لیکلي: "ملګري ملتونه د هغو کسانو د خلاصیدو غوښتنه کوي چې وسله والو کسانو نیولي او همدارنګه د خبریالانو او آزادو مطبوعاتو د کار کوونکو نیولو، ګواښلو او ډارولو بندیدل غواړي."

په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې هم په دې اړه د اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې د خبریالانو او رسنیو د کار کوونکو نیول کېدل د رسنیو پر عمومي وضعیت او کار منفي اغېز کوي.

یادې کمېټې همدارنګه زیاته کړې:"د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټېه د دغه نیول شوو کسانو د جدي تعقیب غوښتنه کوي،او د افغانستان د اسلامي امارت له چارواکو څخه غواړي چې د رسنیو د سرغړونو کمیسیون بیا فعال کړي، تر څو د نورو پېښو مخه ونیول شي."

پر همدې مهال طلوع خصوصي تلویزیون د طالبانو د استخباراتو لخوا د خپلو درې تنو کار کوونکو نیول کېدل تائید کړل.

طلوع نیوز نن جمعه پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د نیول شوو کسانو له ډلې، خپلواک ساپی او نافع خلیق بیرته خوشي شوي، خو بهرام امان لا نه دی خوشي شوی.

طلوع نیوز ویلي چې یاد کسان پرون پنجشنبه د طالبانو د امر بالمعروف نهی عن المنکر وزارت لخوا په تلویزیونونو کې پر بهرنیو سریالانو پر خپرېدو د بندیز لګېدو د خبر خپرولو له امله نیول شوي دي.

په کابل کې د طالبانو حکومت تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

بلخوا په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا (نی) هم په دې اړه اندېښنه ښودلې او یاده کړنه یې د بیان ازادۍ او د طالبانو حکومت د ژمنو خلاف بللې ده.

نی په دې اړه اعلامیه کې ویلي: "کوم څه چې د طلوع نیوز د کار کوونکو په وړاندې تر سره شوي د رسنیو د قانون او خبریالاۍ د کاري اصولو ښکاره نقض دی."

په افغانستان کې د ازادو خبریالانو د ملاتړ بنسټ یا نی د طالبانو حکومت او په ځانګړي ډول د کورنیو چارو وزارت څخه غوښتي چې د طلوع نیوز نیول شوي خبریالان ژر تر ژره خوشي کړي.

نی زیاته کړې چې د نیول شوو خبریالانو په وړاندې ادعاوې باید د رسنیو قانون له لارې تعقیب شي.نی زیاتوي که داسې ونشي د خبریالانو نیول به د رسنیو د فعالیت ساحه محدوده او هم به د خبریالانو په منځ کې د وېرې او سانسور لامل شي.

تېره ورځ د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو انجمن او د افغانستان د خبریالانو مرکز په یو ګډ راپور کې وویل چې په افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته په دغه هیواد کې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی دوه برابره زیات شوی دی. طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ کابل ته داخل شول او بیا واک ته ورسېدل.

د خبریالانو د ملاتړ دغه دوو بنسټونو ویلي چې د طالبانو د حاکمیت په دوره کې د خبریالانو او رسنیو د کار ساحه محدوده شوې ده او په دغه موده کې «وېره او سانسور» په بېساري ډول زیات شوي دي.

XS
SM
MD
LG