د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ او هریس مرستیالانو په انتخاباتي مناظرې کې په پالیسیو جدي اختلافات څرګند کړل


د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي او دیموکرات ګوند د کاندیدانو مرستیالانو، سه شنبه اکټوبر لومړۍ ( تلې لسمه) په منځي ختیځ کې د روان کړکیچ، کډوالۍ، مالیاتو، سقط جنین، د اقلیم بدلون او د متحده ایالاتو د اقتصادي وضعیت په هکله په موضوعاتو کې ژور اختلافات څرګند کړل.

سره لدې چې دیموکرات ټیم والز او جمهوري غوښتونکي جیمز ډیوډ ونس، په انتخاباتي غونډو کې د یو بل په هکله ستغې څرګندونې درلودې خو د سه شنبې په مناظرې کې د خپلو ګوندونو د کاندیدانو په پرتله، په نرمه لهجه مناظره وکړله.

دا د ښاغلي والز او ښاغلي ونس لومړۍ او یوازینۍ انتخاباتي مناظره وه چې د سي بي اس تلویزون لخوا تنظیم شوې وه.

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د اسرائیل لخوا په ایران باندې د مخنیونکي برید ملاتړ کوي که نه، د ډونالډ ټرمپ مرستیال وویل چې دا کار به د اسرائیل قضاوت ته پریږدي خو د کاملا هریس مرستیال، بیا دې پوښتنې ته مستقیم ځواب ورنکړ.

په مناظرې کې د ټرمپ مرستیال د برحال جمهور رئیس جو بایډن په مرستیالې او د دیموکرات ګوند کاندیدې، کاملا هریس انتقاد وکړ چې د کډوالۍ، انفلاسیون او د هیواد اقتضادي ستونزو د حل کولو لپاره یې ډیر څه ندي کړي.

خو د میرمن هریس مرستیال، بیا ډونالډ ټرمپ "متزلزل" مشر وباله او استدلال یې وکړ چې ټرمپ ته میلیاردران لومړیتوب لري. هغه همدرانګه وویل چې ټرمپ په کانګرس کې په جمهوري غوښتونکو غړیو فشار راوستی و چې د سرحدي خوندیتوب لایحه چې دواړو ګوندونو یې ملاتړ کاوه، باطله کاندي.

دا د ۲۰۲۴ کال نومبر میاشتې د جمهوري ریاست انتخاباتو په لړ کۍ دریمه مناظره وه.

په لومړۍ کې ډونالډ ټرمپ او جو بایډن ګډون وال و چې له هماغې مناظرې وروسته د دیموکرات ګوند کاندید په توګه په جو بایډن فشارونه ډیر شول او اړ شو چې له کاندیدۍ تیر او د ځپل ځان پر ځاي کاملا هریس وټاکي.

په دویمې مناظرې کې بیا د ښاغلي ټرمپ په مقابل کې کاملا هریس ودریده چې د مبصرینو پر وینا د بایډن په پرتله د میرمن هریس کارکردګۍ ښه وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG