د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ولسمشرۍ د کاندیدانو مرستیالان والز او ونس مناظره کوي


دا به دیموکرات او جمهوري غوښتونکو ګوندونو د ولسمشرۍ د مرستیال کاندیدانو په توګه د دواړو لپاره وروستۍ او مخامخ مناظره وي
دا به دیموکرات او جمهوري غوښتونکو ګوندونو د ولسمشرۍ د مرستیال کاندیدانو په توګه د دواړو لپاره وروستۍ او مخامخ مناظره وي

نن د سه شنبې اکتوبر لومړۍ (تله۱۰) په ماسختن د متحدو ایالتونو د ولسمشرۍ د دوو کاندیدانو کاملا هریس او ډونالډ ټرمپ مرستیالان ټیم والز او جی ډي ونس په لومړي ځل سره په یوې تلویزوني مناظرې کې مخامخېږي او هڅه به کوي رایه ورکوونکي وهڅوي چې د نومبر د پنځمې په ټاکنو کې ورته رایه ورکړي.

دا مناظره په نیویارک کې ده.

دا به دیموکرات او جمهوري غوښتونکو ګوندونو د ولسمشرۍ د مرستیال کاندیدانو په توګه د دواړو لپاره وروستۍ او مخامخ مناظره وي. تر ټاکنو پورې د ولسمشرۍ د کاندیدانو او د هغوی د مرستیالانو کومه بله تلویزوني مناظره نه شته.

د دواړو کاندیانو ترمنځ انتخاباتي مبارزې سره ډېر نژدې دي، په ځینو ملي نظر پوښتنو کې کاملا هریس تر ټرمپ یو څه مخکې ښودل شوې، خو په ځینو ایالتونو کې، چې ممکن د انتخاباتو برخلیک وټاکي، د هغوی ترمنځ کوم فرق نه شته.

د بروکینګز په انستیتیوت کې د حکومتولۍ د برخې کارپوه بل ګالسټون امریکا غږ ته وویل چې د ولسمشرۍ د دواړو مرستیال کاندیدانو لپاره به مهمه دا وي چې کومه تېروتنه ونه کړي او داسې تګلاره څرګنده نه کړي، چې د ولسمشرۍ کاندیدانو یې شریکه کړې نه ده.

هغه وویل: «د هغوی لومړی کار به دا وي چې ځانونه رایه ورکوونکو ته وپېژني او هر یوه به هڅه کوي چې یو ښه عمومي اغیز پرېږدي.»

ګالسټون زیاته کړه چې د مرستیال کاندیدانو لپاره دا ډېره مهمه ده چې «داسې کوم څه مه کوه چې ستاسو کاندید یا ولسمشر کمزوری کړي، کم ارزښت یې کړي او یا یې وشرموي».

په متحدو ایالتونو کې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشرۍ د کاندیدانو او د هغوی د مرستیالانو ترمنځ څو تلویزوني مناظرې شوې وې، خو داځل داسې نه دي.

ټرمپ د جون په میاشت کې د خپل سیال بایډن سره تلویزوني مناظره وکړه، چې د بایډن لپاره ښه ونه ګڼل شوه او بیا یې د ګوند غړو له هغه وغوښتل چې له کاندیدۍ څخه لاس واخلي.

تېره میاشت ټرمپ او هریس هم تلویزوني مناظره وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د متحدو ایالتونو په شپږو ایالتونو کې وار دمخه له وخت څخه مخکې رایې اچوونې شوې او ټاکل شوې چې د اکتوبر په ۱۶ نېټه په ۱۴ نورو ایالتونو کې هم دا کار وشي.

د دغه راپور ځینې معلوماتو له رویټرز او اسوشیټډپرس څخه اخیستل شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG